د ايران د پارلمان مشر: د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي به د ايران پر ذروي تاسيساتو د څارنې معلومات تر لاسه نه کړي.
CRI2021-05-24 10:38:17
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د پارلمان مشر محمد باقر قاليباف د مې په ۲۳مه نېټه د ملي ټلويزيون له لارې څرګنده کړه، ځکه چې د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ او ايران ترمنځ ۳ مياشتنی تخنيکي تړون د مې په ۲۲مې نېټې پای ته رسېدلی، نو دغه نړيواله ايجنسي تر دې وروسته حق نه لري چې د ايران پر ذروي تاسيساتو د څارنې ويډيويي معلومات نشي تر لاسه کولای. 

نوموړي وويل چې ايران به د بنديز لګونې ضد ستراتيژيکي قانون پلی کړي او لوړ پوړي مذهبي مشر ايت الله خامنه يي هم ور څخه ملاتړ کړی دی. 

( سپوږمۍ)