چين به د کرونا وبا تر کنټرول وروسته له نړيوالې ټولنې سره د موزيم چارو همکاري پياوړې کړي
cri2021-05-24 15:38:13
شريکول:

     د مې ۱۸مه نېټه د موزيم له ۴۵مې نړيوالې ورځې سره برابره وه، سږ کال دغه ورځ د موزيم راتلونکې تر عنوان لاندې و نماځل شوه چې د موزيم چارو بېرته عادي کېدل او بياجوړونه په بېر کې نيسي.

 دغه عنوان له تېر کال راهيسې د کرونا وبا په نړۍ کې د ګړندي خپرېدو په حال کې وړاندې شو، له دغه وبا سره د مقابلې په چاپېريال کې موزيمونه بايد په کومه لاره ستونزې ليرې کړي، په وخت د خپل توان او د پرمختګ لوری تنظيم کړي او د پرمختګ نوې بڼه او نوې لايحه پيدا کړي، دا د ګردې نړۍ د موزيمونو پرمخ ګډه مسئله ده.

   د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان د يو تازه راپور له مخې، تېر کال د کرونا وبا د منفې اغېزې له امله په ګرده نړۍ کې ټول موزيمونه په منځنۍ توګه د ۱۵۰ ورځو لپاره وتړل شول او له يې عايدات له ۴۰٪ - ۶۰٪ پورې کم شول. سربېره پر دې، د يونيسکو سازمان او د موزيم نړيوالې ټولنې تېر کال دوه څېړنيز راپورونه خپاره کړي چې د کرونا وبا د منفي اغېزې له امله په نړۍ کې نږدې ۹۰٪ موزيمونه د مختلفو وختونو لپاره وتړل شول. د ۲۰۲۰ کال په دسمبر کې د يوې شمېرنې له مخې، ۶٪ موزيمونه  به په دايمي توګه وتړل شي.

د خوشحالۍ وړ خبر دا دی چې تېر کال چين کې د موزيمونو د تړلو وخت له ۳۰ ورځې کم و او د ماليې عايدات يې د وبا له امله نه دي خراب شوي. د چين د هنري اثارو رياست مرستيال ګوان چيانګ وويل، په داسې حال کې چې د کرونا ضد نړيواله مبارزه د اوږدې مودې لپاره پاتې شي، د موزيم چارو په اړه نړيوالې همکارۍ ډېرې مهمې دي، له دې لارې به د مختلفو تمدنونو ترمنځ تګ راتګ او تبادلې وهڅول شي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به فعال رول ولوبوي. د چين موزيمونه بايد په سيستماتيک ډول هغه کلتوري او هنري سرچينې چې کلتوري عادتونه، هنري ارزښت او نړيوال اهميت لري، تنظيمولو، څېړلو، نندارې ته وړاندې او خپرې کړي، چې دغه هنري اثار او ميراثونو ته بيا حياتي ځواک برابرېږي او په نړۍ کې د چين ملي کلتور به لا زياته اغېزه ولري.

د يادولو وړ ده چې د چين او افغانستان د موزيمونو ترمنځ په همکارۍ کې هم برياليتوب تر لاسه شوی دی. که څه هم افغانستان له لسګونو راهيسې په جګړه کې پاتې شو او په دې هېواد کې ډېر هنري ميراثونه په جګړه کې ويجاړ شوي، خو افغانانو د خپل هنري ميراثونو د ساتلو لپاره تر وسې پورې کوښښونه کړي. له جګړې څخه د دغو ميراثونو د ساتلو لپاره افغان حکومت له يو لړ هېوادونو څخه وغوښتل چې افغان لرغوني آثار د خپلو هېوادونو په موزيمونو کې نندارې ته وښودل شي. د ۲۰۱۷ کال له مارچ مياشتې څخه د ۲۰۱۹ کال تر مې مياشتې پورې د افغانستان دغه ميراث د چين د بېجينګ، جن جو، چنګ دو او نان جينګ ښارونو په موزيمونو کې په ګرځنده توګه نندارې ته ښودل شوي او د دغو نندارو له لارې د افغانستان په اړه د چينايانو پېژندنه زياته شوې ده. د چين اړوندو ارګانونو په دې ترڅ کې د ميراثونو د ليږلو، د امنيت تضمين او د نندارې د ترتيب په برخو کې ډېر اغېزمن تدبيرونه نيولي دي. ويل کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه همکارۍ د انسان د کلتوري عادتونو د خپرېدا لپاره يوه ستر اهميت لرونکې نمونه ده.

ښاغلي ګوان چيانګ دې ته اشاره وکړه چې په نوې زمانه کې د موزيمونو په نړيوالې همکارۍ  کې بايد د نوي ډول رسنيو په وسيله ترسره کېږي او د هنر او کلتور د خپرېدا لارې چارې لا پراخې شي. هغه وويل، اوس ډيجټلي او ځيرکې تکنالوژۍ ستر پرمختګ موندلی او له مختلفو رسنيو څخه استفاده هم د هنر او کلتور د خپرېدا لپاره نوې لار ده، موږ بايد په انلاين او افلاين ډول د هنر او کلتور د خپرېدو طريقې سره يو ځای وکاروو چې له مختلفو هېوادونو او سيمو سره په همکارۍ کې به لا د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه شي.