په عربي متحده اماراتو کې چیني اتباعو ته د واکسين ورکولو بهير پيل شو
cri2021-05-24 10:47:19
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو او نړیوالو همکاريو وزارت او په دغه هېواد کې د چين سفارت د مۍ په۲۳مه نېټه اعلان وکړ، چې په بهر کې چیني اتباعو ته " د چون مياو په نوم د کوويډـ۱۹ واکسين بهير"  په لومړي ګام کې دوبۍ کې رسماً پیل شو.

د دواړو هېوادونو حکومتونو پریکړه کړې، چې په دوبۍ کې به چیني اتباعو ته د واکسين ځانګړی ځای جوړ کړي.

په لومړۍ مرحله کې به هغو چیني اتباعو ته، چې عمرونه یې له ۱۶ کالو څخه ډېر وي او په عربي متحده اماراتو کې لنډمهالې ویزې لري، د چين سينوفارم شرکت جوړ ۲ دوزه واکسين ورکړل شي.