يوان لونګ پينګ د غلودانو خونديتوب لپاره ستر خدمتونه کړي
cri2021-05-24 15:28:44
شريکول:

د نړۍ د کرنيز میراث صندوق رئيس پرويز کوهفکان د سي اېم جي له خبريال سره په مرکه کې وويل، چې د چين فقيد کارپوه يوان لونګ پينګ د چين او حتی نړۍ د غلودانو د خونديتوب لپاره ستر خدمتونه کړي دي.

ښاغلي کوهفکان مخکې د ملګرو ملتونو د غلودانو او کرنيزو چارو په سازمان کې دنده درلوده او په تېرو ۳۰ کلونو کې يې څو ځلې چين ته کاري سفرونه کړي او د کرنيزو چارو په برخه کې يې د چين برياليتوبونه له نږدې ليدلي دي. هغه په ۲۰۰۴م کال کې د دې نړيوال سازمان په يوه غونډه کې له يوان لونګ پينګ سره پېژندلي وو. نوموړی وايي، چې يوان لونګ پينګ د دوه رګه شولو په څېړنو کې ډېر زيارونه ګاللي او په چین کې یې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د غلودانو د خونديتوب لپاره  ستر خدمتونه کړي دي. هغه وويل

((مونږ وينو، چې چين له يو بېوزله هېواد څخه په يو عصري او مخ په پرمختللي هېواد بدل شوی دی. په دغه هېواد کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو چارو ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي، د يوان لونګ پينګ څېړنيزو چارو په چين کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د دې هېواد د غلودانو د خونديتوب لپاره ښې پايلې لرلې.))

ښاغلي کوهفکان د نړۍ د کرنيز میراث صندوق بنسټګر دی، نوموړی وايي، چې چين د نړۍ له هغو لومړنيو هيوادونو دی، چې د ګردې نړۍ د کرنيزو ميراثونو له مهمو پروژو څخه یې ملاتړ کړی او تر ټولو زيات اړوندو کلتوري ميراثونو لرونکی هم دی. کوهفکان په ۲۰۰۴ کال کې له يوان لونګ پينګ سره د کرنيزو چارو د ميراث د مفهوم په هکله ګټور بحثونه کړي، نوموړی وايي، چې دا موضوع د هغه له ټاکلي نظر څخه وتلې وه، چې يوان لونګ پينګ به پکې ډېر مالومات لري او ډېره پاملرنه به ورته کوي. هغه وويل

((يوان لونګ پينګ ښه پوهه درلوده او ډېر ښه نظرونه یې لرل. ما په ۲۰۰۴م کال کې له هغه سره د کرنيزو چارو د ميراث په اړه بحثونه وکړل او په دې هکله يې ډېره خلاصه رويه درلوده. نوموړي د کرنيزو چارو د دوامدار پرمختګ، د غلودانو د خونديتوب او د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره ستر رول لوبولی دی.))

دوه رګه شولې اوس د هند، بنګلا دېش، اندونيزيا، ويتنام، فليپين، امريکا او برازيل په شمول ډېرو هېوادونو کې په پراخه کچه کرل کيږي، چې د کرلو کلنی پراخوالی يې ۸ ميليونو هکتارو ته رسېږي.

ښاغلي کوهفکان وويل، وريجې نه يوازې د چينايانو عمده خوراک دی، بلکې د اسيا او افريقا په ډېرو هېوادونو کې يې خلک ډېرې خوښوي. يوان لونګ پينګ يو اتل و، څرنګه چې هغه نه يوازې د چين بلکې د نړۍ د غلودانو د خونديتوب لپاره هم مهم خدمتونه کړي دي. هغه وويل

((د يوان لونګ پينګ کارونه ستر اهميت لري او د غلودانو د خونديتوب په برخه کې يې ستر خدمتونه کړي دي. هغه د يو ساينس پوه په توګه د شولو د څېړنې په برخه کې مهم رول لوبولی او ګڼ شمېر ځوانان يې روزلي دي. د دوه رګه شولو د څېړنې په برخه کې د يوان لونګ پينګ په شمول د ځينو ساينس پوهانو خدمتونه د نړيوالو لخوا منل شوي دي. د نوموړي پر مړينې خپه يوو، خو دا هم د خوښۍ خبره ده، چې هغه د خپلو څېړنو برياوې انسانانو ته په میراث پرېښودلي او نسل په نسل به خپريږي. زما په اند، یوان لونګ پينګ د چين، اسيا او حتی ګردې نړۍ لپاره ستر خدمتونه کړي دي. ))