فلسطين اسرائيل ته خبرداری ورکړ چې د اوسنی وضعيت نور ترينګلی نه کړي
cri2021-05-24 11:14:49
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند نبيل ابوردينه د مې په ۲۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د ختيځ بيت المقدس پر شېخ جلا سيمې د اسرائیل دوامداره کلابندي او په اقصا جومات کې له فلسطينيانو سره د دوی دوامدارې شخړې ښايي د اوسني وضعیت د لا ترينګلتيا سبب وګرځي. 

نوموړي پر اسرائيل تور ولګاوه چې له اوربند څخه يې سرغړونه کړې او د غزې د بياجوړونې په برخه کې د نړيوالې ټولنې کوښښونه نه مني او هر څه يې ويجاړ کړي دي، نوموړي زياته کړه چې اسرائيل بايد د هر څه مسئوليت پر غاړه واخلي. هغه له امريکا څخه هم غوښتنه وکړه چې د وضعيت د بيا ترينګلتيا مخنيوی دې وکړي. (هيله)