د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره تليفوني خبرې وکړې
CRI2021-05-25 09:33:30
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د مې په ۲۴مه نېټه د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ وويل، سږ کال د چين او ايران ترمنځ د رسمي اړيکو د جوړېدو له ۵۰مې کليزې سره برابر دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په تاريخي مهمه مرحله کې دي. چين د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون په برخه کې د ايران له معقولې غوښتنې څخه ملاتړ کوي او غواړي چې له دغه هېواد سره همغږي زياته کړي او د دواړو خواوو ګډې ګټې وساتي. چين به د فلسطين مسئلې د ژر او عادلانه حل لپاره خپل رغنده رول ولوبوي، له ایران سره د سيمه یيزو او نړيوالو چارو په برخو کې به د نظر تبادلې زياتې او سيمه ييز امنيت او ثبات به پياوړی کړي.

روحاني وويل، د ايران او چين ترمنځ د رسمي اړيکو د جوړېدو په تېرو پنځوسو کلونو کې، دواړو هېوادونو دوستانه همکارۍ ساتلې دي. ايران د (( يو چين )) پر تګلارې باور لري او له دغه هېواد څخه ملاتړ کوي، چې د خپل ملي حاکميت او د خاورې بشپړتيا وساتي. ايران غواړي له چين سره ستراتيژيکې همکارۍ ټينګې کړي، د سوداګرۍ، تجارت او انرژۍ په برخو کې ورسره همکارۍ وکړي او په ګډه يو کمربند او يوه لاره اباد کړي.