افغان پوځ د ۱۴۰ طالبانو د وژلو خبر ورکړ
CRI2021-05-25 09:52:20
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ملي دفاع وزارت د مې په ۲۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د دغه هېواد پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار، زابل او کندهار په شمول څو ولايتونو کې۱۴۰ طالبان وژلي او ۷۵ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

افغان پوځ د ۲۳مې نېټې په شپه په بغلان ولايت کې د طالبانو يو زندان هم مات کړی او ۸ افغان سرتېري يې ترې خوشي کړي دي.

( سپوږمۍ)