د بريټانيا څيړنيز راپور: چیني سوداګر ګوو ون ګوي په انټرنيټي نړۍ کې ګنګوسې خپروي
cri2021-05-25 17:23:39
شريکول:

د امریکا د واشينګټن پوسټ ويبپاڼې د مۍ په ۱۷مه نېټه خبر ور کړ چې د بريټانيا د ګرافيکا (Graphika )په نوم شرکت په همدې ورځ يو راپور خپور کړی چې له مخې يې چيني سوداګر ګوو ون ګوي يوه لويه ميډيايي شبکه تر کنټرول لاندې راوستلې او له دې لارې ګنګوسۍ خپروي او غواړي چې د چين پر حکومت حمله کړي، د امريکا پر سياست اغيزه کړي او د کرونا وبا په تړاو جعلی خبرونه خپاره کړي . دغه شخص په دې هڅه کې دي چې ياده شبکه پر يوې داسې وسيلې وګرځوي چې پر عامو افکارو بده اغيزه وکړي.

په دغې شبکې کې د (GTV) او (GNnews)په نوم څو ميډيايي ويبپاڼې او په ټولنيزو رسنيو کې څو زره فېسبوک پاڼې او لسګونه فرعي ارګانونه شامل دي. د ګوو ون ګوي په مشرۍ ياده شبکه د امریکا، کاناډا، استراليا او نورو هېوادونو له ځينو وګړو سره يو ځای د چين پر حکومت حملې کوي او غواړي چې د امريکا پر سياست اغيزه وکړي. د دې ترڅنګ دوی د کرونا وبا په اړه جعلي خبرونه هم خپروي.