نړيواله ټولنه به د يوان لونګ پينګ چارې په یاد ولري
CRI2021-05-25 15:15:32
شريکول:

د دوه رګه شولو د بنسټګر يوان لونګ پينګ د اخري ليدنې مراسم د مۍ په ۲۴مه نېټه د هو نان ولايت په چانګ شا ښار کې ترسره شول. يوان لونګ پينګ  د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه ومړ او د ملګرو ملتونو په شمول ډېرو نړيوالو ارګانونو، د ډېرو هېوادونو حکومتي ادارو، نړيوالو رسنيو او د ټولنيزو رسنيو کاروونکو  د نوموړي پر مړینې ژوره خواشيني ښودلې او دده چارې يې ستایلې دي.  نوموړي د دوه رګه شولو د څېړنې په برخه کې ډېر لوی کارونه کړي او دده پر ګام  نورو خلکو ګامونه پورته کړي او د نړۍ او بشر لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.

دوه رګه شولې په نړيواله ټولنه کې د چين پنځمه لویه اختراع ګڼل کېږي، د تېرې پېړۍ په اوومه لسيزه کې په چين کې د دغه ډول شولو توليدي اندازه د عادي شولو په نسبت ۲۰ سلنه زياته وه او هر کال يې زيات شوی حاصل د ۷۰ ميليونو کسانو د خواړو ستونزه هواره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کرنيزو چارو سازمان د تېرې پېړۍ په ۹مه لسيزه کې په پرمختيايي هېوادونو کې د غلودانو د کمښت ستونزې د حل او د دوه رګه شولو د کرلو تکنالوژۍ د پراخوالي په موخه يو ستراتيژيک تدبير وټاکه او يوان لونګ پينګ يې د نړيوال مشاور په توګه ګومارلی و. د يوې شمېرنې له مخې، يوان لونګ پينګ په تېرو لسګونو کلونو کې د څه باندې ۸۰ پرمختيايي هېوادونو لپاره د دوه رګه شولو څه دپاسه ۱۴ زره مسلکي کار کوونکي روزلي دي.

د هند، ويتنام، امريکا، برازيل او افريقا په شمول ځينو هيوادونو کې اوس دغه ډول شولې په پراخه توګه کرل کېږي او په هر هتکار ځمکه کې د دغو شولو توليدي اندازه د ځايي ښو شولو په نسبت دوه ټنه زياته ده. ماداګاسکار چې پخوا پکې ۲ ميليونه کسان له لوږې سره مخ وو، اوس د ټولو قيمتي اسعارو پر کاغذ د دوه رګه شولو نقشه چاپوي. له دې څخه ښکاري چې دغه ډول شولې د ځايي وګړيو په نظر کې ستر اهميت لري. ويل کېږي چې په تېرو لسګونو کلونو کې د يوان لونګ پينګ او کاري ډلې يې، نه یوازې د نړۍ غلې دانې خوندي ساتلي، بلکې د لوږې او بېوزلۍ د له منځه وړلو او حتی د نړيوالې سولې لپاره يې هم ستر خدمتونه کړي دي. د امريکا  د ټولنيزو رسنيو فعال کيون پر ټولنيزې رسنۍ پوسټ کړی او ويلي يې دي، چې  (( يوان لونګ پينګ د نړۍ ليد لرونکی و او موږ به هغه  تل  په ياد ولرو. )) د شولو په يادولو سره د هر کس ذهن کې د چين نوم انځوريږي، ، کله چې د چين د شولو په اړه خبر راپورته کيږي، نو د نړۍ په سلګونو رسنيو کې يې خبرونه خپريږي.

په دې کې هيڅ شک نه شته، چې د چيني لايحې له لارې د يوان لونګ پينګ برياليتوب د نړۍ د غلودانو د کمښت ستونزې د ليرې کولو او د بېوزلۍ د له منځه وړلو برياليتوب بلل کيږي. اوس د نړۍ په څه باندې ۴۰ هېوادونو کې د دوه رګه شولو د کرنيزې ځمکې  پراخوالی ۸ ميليونو هکتارو ته رسېږي او دا د دې ښودنه کوي، چې چين نه يوازې د خپلو خلکو د خواړو مسئله حل کړې، بلکې د نړيوالو د لوږې او د خواړو د کمښت ستونزې د ليرې کولو لپاره يې هم ستر رول لوبولی دی.

په حقيقت کې چين کې د فقيد يوان لونګ پينګ په شان ډېر اتلان موجود دي، چې د نړۍ لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي. مثلاً ساينس پوهه مېرمن تو يو يو، چې عمر يې له ۹۰ کلونو زيات دی، د خپلې ډلې په مشرۍ د آرټیمیسنین له لارې د زيړې تبې د درملنې طريقه پيدا کړه او په نړۍ کې د څو ميليونو ناروغانو ژوند يې وژغوره  او د نوبل طبي جايزه يې هم وګټله. طبي کارپوه جونګ نان شان، چې عمر يې نږدې ۹۰  کاله دی، د کرونا ضد د مبارزې او د نړيوالې طبي څېړنې په بهير کې نه ستومانه کېدونکې هڅې کړي او د خپلو خلکو  او نړيوالو د ژوند د ژغورنې لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي. د دغو چيني اتلانو کېسې د دې ښودنه کوي، چې چين تل د نړۍ لپاره ګټور فرصتونه برابر کړي او د ټولو هيوادونو صميمي همکار پاتې شوی دی.