وانګ يي د مونيخ امنيتي غونډې په اړوند فعاليت کې ګډون وکړ
CRI2021-05-26 10:49:52
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د مۍ په ۲۵مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د مونيخ امنيتي غونډې په حاشيه کې د چين په اړوند فعاليت کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه. هغه د خپلې وينا په ترڅ کې د چين د پرمختګ، له نړۍ سره د اړيکو او د چين او اروپا ترمنځ د همکاريو په اړه خپل دريځونه بيان کړل. 

نوموړي څرګنده کړه چې چين د مختلفو هېوادونو د باور وړ ملګری دی او د تقابل موخه نه لري. چين نه يوازې په خپل نظام باور لري، بلکې له رنګ رنګ تمدونونو سره صبر لرونکې رويه هم غوره کوي. چين به پر خپل نظام او پرمختيايي لارې ټينګار وکړي او د نورو هېوادونو د بېلو انتخابونو درناوی کوي او د مختلفو نظامونو ترمنځ سيالي به و نه کړي. 

هغه زياته کړه چې چين غواړي له اروپا او نورو هېوادونو سره رښتينی څواړخيزم پلی کړي څو د م.م په تمرکز نړيوال سيستم خوندي وساتل شي. 

( سپوږمۍ)