څوک د يو چين پېژندنې اصل نشي ننګولی
cri2021-05-26 14:29:05
شريکول:

د روغتيا ۷۴مې نړيوالې غونډې د عمومي چارو کميټې او عمومي غونډې د مۍ په ۲۴مه نېټه په جلا جلا توګه  د ځينو هېوادونو هغه وړانديز رد کړ، چې غوښتل يې د کتونکي په حیث په دغه غونډه کې تايوان ته بلنه ورکړي. له دې څخه څرګندېږي، چې څوک د يو چين د پېژندنې اصل نشي ننګولی او له دغه اصل څخه هر سرغړونکی عمل به ناکاميږي  

د تیرو کلونو په څیر، د تايوان په اړه اړوند وړاندیزونه د هغو هیوادونو لخوا وړاندې شوي، چې له  تايوان سره سياسي اړيکې لري. د امريکا په ګډون يو شمېر لوېدیځ هیوادونه په ښکاره او پټه توګه د دې ملاتړ کوي او د کال د دغې ډرامې بېلا بېل" لوبغاړي "مختلف نظرونه لري.

د تايوان ډيموکراتيک پرمختګ ګوند غواړي، د کرونا وبا له لارې د " خپلواکۍ " لوبه ګرمه وساتي او د امريکا په ګډون د لوېديځو هېوادونو ځیني سیاستوال بيا غواړي، د تايوان چارو په پلمه د چین په کورنیو چارو کې مداخله وکړي، خو دوی ټول ښه پوهیږي، چې د تایوان په اړه د اړوند پروپوزل په اداره کولو کې به هیڅکله بریالي نشي.

د روغتیا په نړيواله غونډه کې د چین د تایوان سیمې برخه اخیستنه باید د يو چین د پېژندنې له اصل سره سمه پرمخ یوړل شي، کوم چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۲۷۵۸م نمبر پریکړه لیک او د روغتیا د نړيوالې غونډې په ۲۵.۱  نمبر پریکړه لیک کې تایید شوی دی.

تايوان له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۶م کال پورې د روغتيا په نړيوالو غونډو کې د چيني ټای بې په نوم د کتونکي په حيث برخه اخيستې ده او دا  د تايوان تنګې د دواړو غاړو ترمنځ د  يو چين پېژندنې اصل پر اساس ترسره شوي دي. خو کله چې د تايوان ډيموکراتيک پرمختګ ګوند په ۲۰۱۶ کال کې واک ته رسیدلی، په تمامه مانا هڅې کوي، چې په ۱۹۹۲ کال کې د دواړو غاړو تر لاسه شوې ګډې نظريې، کومې چې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي، له پامه وغورځوي او نه يې مني او په کلکه د "تايوان خپلواکي" تعقیبوي

 د روغتیا په نړيواله غونډه کې د تایوان سیمې د ګډون لپاره سياسي بنسټ شتون نه لري. د تایوان ډيموکراتيک پرمختګ  ګوند په خپله دغه پیژندل شوی هويت له لاسه ورکړی او نړيواله ټولنه پر دې ښه پوهيږي.

 د روغتیا ۷۴مې نړيوالې غونډې له پيل مخکې، له ۱۵۰ څخه زیاتو هیوادونو د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې د چین د هغې پریکړې ملاتړ وکړ، چې په ياده غونډه کې د تايوان له برخې اخيستنې سره موفقه نه لري.

له ۸۰ څخه زیاتو هیوادونو د روغتیا نړیوال سازمان ته په ځانګړو ليکونو کې خپل نظرونه بيان کړي او د يو چين پېژندنې له اصل يې ملاتړ کړی او د روغتیا په نړیواله غونډه کې د تايوان له ګډون سره يې مخالفت څرګند کړی دی. دا د هغه څه ریښتیني انعکاس دی، چې خلک یې غواړي.

امريکا او د تایوان ډيموکراتيک پرمختګ ګوند بيا وايي، په ياده غونډه کې د تايوان د ګډون مخنیوی به د کرونا وبا پر وړاندې نړیواله مبارزه کې د تشې لامل وګرځي، دا له حقيقت سره بيخي سمون نه لري. د کرونا وبا  له رامنځته کېدو وروسته، د چین مرکزي حکومت تایوان سیمې ته  ۲۶۰ ځله د وبا په اړه معلومات ورکړي او د تايوان سيمې روغتیا کارپوهانو ته یې د روغتيا نړيوال سازمان په تخنیکي فعالیتونو کې د ګډون لپاره ۱۶ ځله منظوري ورکړې ده. اوس په تایوان کې د وبا وضعیت ډېر سخت دی، د چین مرکزي حکومت د مۍ په ۲۴مه نېټه څرګنده کړه، چې دوی چمتو دي او ډېر ژر به تایوان ته واکسين ورکړي.

له یوې خوا، د تایوان چارواکو د سترې برخې واکسین بې اعتباره بللی او له بلې خوا له امريکا څخه د رحم غوښتنه کوي، خو تر دې دمه دوی له امريکا څخه يو ډوز واکسين هم نه دی تر لاسه کړی.  ځینو رسنيو دې ته اشاره کړې، چې بعضې لویدیځ هیوادونه تايوان يوازې د خپلې سیاسي مبارزې لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.