سليمان ټاپوګان په ارام بحر کې د ټاپوګآنو لومړی هېواد، چې د چين واکسين يې پيل کړی
CRI2021-05-26 10:59:53
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مۍ په ۲۵مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، سليمان ټاپوګان په ارام بحر کې د ټاپوګانو لومړی هېواد دی، چې خپلو ټولو هېوادوالو ته د چين واکسين ورکوي. دا د چين د هغې ژمنې ښکارندويي کوي، چې له مخې يې دغه هېواد غواړي، د کوويد ـ۱۹واکسين په ټولې نړۍ کې عامه توليد وګرځوي.

جاو لي جيان وويل، سليمان ټاپوګان څو ورځې مخکې د چيني واکسين د ورکولو د پيل مراسم تر سره کړل. د دې هېواد د صدراعظم مناسيح سوګاواري په شمول ډېرو چارواکو په يادو مراسمو کې ګډون کړی و. سوګاواري د چين له دولت رئيس شي جين پينګ او چيني حکومت مننه وکړه، چې د واکسین مرسته يې ورسره کړې ده. هغه وويل، د سليمان ټاپوګانو حکومت د چيني واکسین پر خونديتوب او مؤثريت ډېر باور لري او پلان لري، چې د دغه واکسين د تطبيق بهير ټول هېواد ته وغځوي.