که پاچا د حکومتوالۍ په برخه کې خلکو ته لومړيتوب ورکړي، پاچاهي به په اسانۍ له لاسه ور نه کړي
cri2021-05-26 11:09:21
شريکول:

يو چيني متل دی، وايي“得众则得国,失众则失国”، يعنې که پاچا د حکومتوالۍ په برخه کې خلکو ته لومړيتوب ورکړي او ملاتړ يې تر لاسه کړي، نو پاچاهي به په اسانۍ له لاسه ور نه کړي.     چينايانو ياده مفکوره دوه زره کاله مخکې وړاندې کړې او د چين پخوانيو امپراطورانو به له دغې مفکورې سره سم هېواد اداره کاوه.  د چين واکمن کمونېست ګوند او حکومت اوس هم دغه مفکوره د خپلې حکومتوالۍ اصل ګڼي.