افغان حکومت د ۱۶۲ طالبانو د وژلو خبر ورکړ
CRI2021-05-26 09:43:31
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ملي دفاع وزارت د مۍ په ۲۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ورکړ چې پوځ يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار په شمول څو ولايتونو کې ۱۶۲ طالبان وژلي او ۱۲۹ تنه نور يې ټپيان کړي دي. 

د دغې اعلاميې له مخې، افغان پوځ د ۲۴مې نېټې په شپه کې هرات ولايت کې د طالبانو يو زندان مات کړ او د ۱۹ تنو افغان سرتېريو په شمول ۴۱ تنه يې ترې خوشي کړي دي. 

( سپوږمۍ)