د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د مۍ په ۲۶مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه چې د باور وړ نړيوالو ارګانو د سروې له مخې، پر خپل حکومت د چيني خلکو د خوښۍ انډول له تېرو څو مسلسلو کلونو راهيسې تر ۹۰ سلنې اوښتی دی. نوموړي باور وښود چې په راتلونکې کې به مخ په زياتېدونکي خلک د چين کمونېست ګوند په اړه عيني او سمې نظريې ولري.
د خبر له مخې، د سينګاپور ملي پوهنتون د اسيا څېړنيز انسټيټوټ کارپوه ما کای شو څو ورځې دمخه رسنيو ته وويل، دا د امريکا سوتفاهم دی چې وايي د چين کمونېست ګوند پر خپلو خلکو ظلمونه کوي. د امريکا د هاورډ پوهنتون د کېنيدي پوهنځي د سروې له مخې په چين کې له کمونېست ګوند څخه د خلکو د ملاتړ انډول د حيرانتيا وړ جګ ښکاري.
( سپوږمۍ)