ليو هه د امريکا د سوداګرۍ مرکچې سره تليفوني خبرې وکړې
CRI2021-05-27 11:22:28
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون سياسي بيورو غړي، د دغه هېواد مرستيال صدر اعظم او د چين او امريکا په هراړخيز اقتصادي ډيالوګ کې د چيني لوري مسؤل ليو هه د امريکا د سوداګرۍ له مرکچې کېسرين تای سره تليفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو په مساواتو او متقابل درناوي سره په ډاګه، واقعي او رغنده توګه د يو بل د نظريو تبادله وکړه او موافقه يې وکړه چې د دوه اړخيزې سوداګرۍ پرمختګ خورا اهميت لري او خپلمنځي تماسونه به وساتي.

( سپوږمۍ)