په امريکا کې لاهم د نژادي تبعيض قضيې رامنځته کېږي
cri2021-05-27 14:41:42
شريکول:

پر ځايي وخت د مې په ۲۵مه نېټه د امريکا په څو ځايونو کې د افريقايي الاصله امريکايي جورج فلویډ د تلین مراسم تر سره شول. نوموړی یو کال دمخه د سپین پوستي پولیس لخوا وژل شوی و. که څه هم په دغې قضیې کې د امريکايي پوليس ډيريک شويان جرم ثابت شوی او امريکايانو له نژادي تبعيض څخه نفرت څرګند کړی ، خو یو بې وسه او د افسوس وړ حقیقت دا دی چې له يادې پېښې څخه د یو کال په تېرېدو لاهم په امريکا کې د نژادي تبعيض پېښې او د پوليسو د زورزياتي مسئلې نه یوازې کمې شوې نه دي، بلکې تر یوې اندازې پورې زیاتې شوې هم دي.  

د امريکا پوليټيکو (Politico ) ويبپاڼې د مې په ۲۵مه نېټه " پولیس خلک لا هم همغسې وژنې" يوه مقاله خپره کړې ده. ټايمز مجلې ویلي چې که څه هم کرونا وبا په کور دننه ډیری خلک نیولي دي ، خو ډیرو څیړنو ښودلې چې د ۲۰۲۰ کال له جون راهیسې ، د امريکايي پولیسو لخوا د وژنې کچه نژدې د تیرو پنځو کلونو سره ورته وه. له شمېرنې سره سم ، له ۲۰۲۱ کال څخه تر اپریل پورې ، د امريکا پولیسو یوازې د ۶ ورځو لپاره هیڅ څوک نه دي وژلي.

په امريکا کې ترټولو بده چاره د نژادي تبعيض پراساس د زورزياتي قانون پلې کول دي. په امريکا کې يوه سروې شوې ده . په دغې سروې کې د "پولیسو تاوتریخوالي نقشه" خپره شوې چې له مخې يې په ۲۰۲۰ کال کې په امريکا کې پولیسو ۱۱۲۶ خلک وژلي چې ۲۸ سلنه يې افريقايي الاصله امريکايان دي او دغه شمېر په دغه هېواد کې د دوی د ۱۳ سلنې نفوس تناسب په پرتله ډیر لوړ دی. جورج فلویډ د ورته قضیو وروستی قرباني ګڼل کیده ، خو حقیقت په بشپړ ډول توپیر لري. د ده په شان نوې قضیې لاهم په دغه هېواد کې رامنځته کېږي او پدې وروستیو کې دغسې ډیرې قضیې رامنځته شوې دي.

د امريکا د شیکاګو پولیسو د مارچ په ۲۹مه نېټه یو ۱۳ کلن هسپانیک ځوان ادم ټولیډو په ډزو وواژه ؛ یوه سپین پوستي پولیس د اپریل په ۱۱مه نېټه د مینیسوټا ايالت په بروکلین ښار کې ۲۰ کلن افريقايي الاصله ځوان ډانټ رايټ وواژه.

په عين وخت کې د امريکا بېلا بېلې خواوې وايي چې د پوليسو د اصلاحاتو بهير له خنډونو سره مخ دی. د فلوایډ په نوم د پولیسو د اصلاحاتو مسوده نه یوازې د فلوایډ د وژنې د لومړۍ کلیزې پر مهال لاسلیک شوې نه ده، بلکې ډیر احتمال لري چې د سنا مجلس په نه ختمیدونکو بحثونو کې هم همدغسې پاتې شي. د څېړونکو په اند، که دا لايحه تصویب هم شي، بيا هم د قانون پلي کوونکو ځواک او واک محدود دي ، ځکه د امريکا بېلا بېل ايالتونه خپلې پالیسۍ او د قانون پلي کولو پروسه لري.

د يادې سروې د "پولیسو تاو تریخوالي نقشې" د معلوماتو له مخې ،له ۲۰۱۳ کال څخه تر۲۰۲۰ کال پورې ، د پولیسو په منځ کې چې د قانون د پلي کولو پرمهال مرګژوبله رامنځته شوې ، ۹۸ اعشاريه ۳ سلنه یې نه دې محاکمه شوي. ټول بايد په دې پوی شي چې ولې په امريکا کې د نژادي تبعيض مسئلې له منځه وړل دومره سخت دي.

 امریکایان لاهم د هغې نسل وژنې د مخنيوي په پار له عدالت سره مبارزه کوي کوم چې سل کاله دمخه پیښه شوې وه. څو ورځې دمخه ، یو ۱۰۷ کلن سپين ږيرې ویلا فلیچر د امريکا د کانګرس د ګواهي اورېدو په غونډه کې ګډون کړی وه. نوموړی د "تولسا قتل عام" څخه ژغورل شوی، دغه ټولوژنه په ۱۹۲۱ کې  شوې چې په سلګونو افريقايي الاصله امریکایان پکې وژل شوي وو . فلیچر وویل چې هغه به هیڅکله د سپین پوستو ظلمونه هیر نه کړي.