په چين کې خلکو ته د نورو هېوادونو په پرتله ډېر واکسین تزریق شویcri
cri2021-05-28 08:23:51
شريکول:

د چين د روغتيا ملي کميټې تازه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې د مۍ تر ۲۴مې نيټې پورې د دغه هيواد په ۳۱ ولايتونو او شينجيانګ کې خلکو ته د کوويډـ۱۹ ضد  ۵۲۷ ميليونه او ۲۵۳ زره ډوزه واکسين تزريق شوی دی.

په چين کې تزريق شوي واکسين له سل مليونو دوزې څخه تر پنځه مليونو دوزو پورې زيات شوی او په دې ترڅ کې د چين له خوا  لګول شوی وخت  په پر له پسې توګه کم شوی دی.

بهرنۍ رسنۍ وايي، چې د چين حکومت د کوويډـ۱۹ پر وړاندې د خلکو د بدن د معافيت سيستم د ابادۍ پر لورچټک ګامونه پورته کړي دي.

سي اېن اېن د مۍ په ۱۹مه نېټه خبر ورکړی، چې ځينو هېوادونو د کرونا ضد واکسين د بدو اغيزو له امله نه غوښتل، چې خپلو خلکو ته واکسين ورکړي، نو ځکه په دغو هېوادونو کې د واکسین ورکولو انډول هم کم دی.

چين خپلو خلکو او په دغه هيواد کې ميشتو بهرنيانو ته د واکسين ورکولو کارونه چټک کړي او په دغه هيواد کې د تزريق شوي واکسين اندازه د امريکا، بريتانيا او جرمني له عمومي اندازې سره برابره ده. د امريکا بلومبورګ خبري اژانس ويلي، چې چين هره ورځ شاوخوا ۱۴ ميليونو خلکو ته واکسین ورکوي، چې د سرعت انډول يې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله چټک دی.

د استراليا بريسباني ټايمز د مۍ په ۲۴مه نېټه خبر ورکړی، چې چين يو ميليارډه او څلور سوو مليونو کسانو ته په بې ساري چټک سرعت د کرونا ضد واکسين ورکوي، چې د اټکل له مخې هره ورځ شاوخوا شل ميليونو وګړو ته ياد واکسين تزریق کوي.

د اکسفورډ پوهنتون د يوې شمېرې له مخې، د مارچ په ۲۶مه نېټه د چين له لوري خلکو ته د کوويډـ۱۹ واکسين ورکولو انډول د نړۍ د ټولو هېوادونو سره برابر و، یعنې په هر سلو تنو کې شپږ اعشاريه اووه اويا تنو ته یې ياد واکسين ورکړی و، چې اوس يې سرعت نور هم چټک شوی دی.

 د مۍ تر شلمې نېټې پورې د چين په هر سلو تنو کې څلور دېرش اعشاريه پنځه پنځوس تنه واکسین شوي، خو په عين وخت کې د نړۍ په نورو سيمو کې دغه شمېر يوازې يوېشت اعشاريه شپږ و. په همدې نېټې په چين کې د تزريق شوي واکسين اندازه ۱۷ ميليونه ډوزه ښودل شوې ده.

د بېجينګ د تونګ جو ناحيې د واکسین مرکز مخې ته ۷۳ کلنه مېرمن ليو ولاړه وه، هغه هم د واکسين کولو لپاره راغلې وه، نوموړې په خپلو خبرو کې وويل، چې چين به خامخا نورو هېوادونو ته خپله دروازه پرانيزي. کرونا وبا اوس په نړۍ کې لاهم د خپرېدو په حال کې ده، نو چين بايد ډېر ژر د کرونا ضد د معافيت سيستم جوړ کړي، څو د خلکو روغتيايي امنيت او ډاډمنتيا تامين شي.

د دې ترڅنګ د چين سینواک او سينوفارم شرکتونو د واکسين ورځنۍ توليدي اندازه له شپږ ميليونو څخه هم اوښتې ده، چې دغه شمېر د اروپا او امريکا په پرتله ډېر زيات دی.

تر اوسه پورې چين اسیا، جنوبي امريکا او منځني ختيځ ته ۲۶۵ ميليونه ډوزه واکسين برابر کړی دی او د کرونا وبا پر وړاندې په روانې مبارزې کې خپل خدمتونه ترسره کوي.