امريکا بايد نړيواله پلټنه ومني
cri2021-05-28 14:42:59
شريکول:

د امريکا ولسمشر جوبايډن د مۍ په ۲۶مه نېټه د خپل هيواد استخباراتي ادارو ته امر کړی، چې د کوويډ-۱۹ ويروس سرچېنه ډېر ژر پيدا کړي او وښيي، چې ايا دغه ويروس له طبعيت يا لابراتور څخه رامنځته شوی او سپارښتنه یې کړې، چې يادې ادارې بايد په ۹۰ ورځو کې  د پلټنې راپور خپور کړي. هغه زياته کړې، چې امريکا به له خپلو همکارانو سره همکارۍ ته دوام ورکړي او له چين څخه یې هم غوښتي، چې په دغې نړيوالې پلټنې کې ګډون وکړي.

د ويروس د سرچينې پيدا کول د ساينس مسئله ده، خو پوښتنه دا ده، چې په دې تړاو استخباراتي ادارې ولې پلټنه کوي؟ د ويروس د سرچينې د پيدا کولو په اړه د چين کار پای ته رسېدلی، نو امريکا ولې بيا له چين څخه غوښتنه کړې؟ له دې څخه د بايډن حکومت پوره سياسي موخه ښکاري. ټولې نړۍ ته دا مالومه ده، چې د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ مياشتې په پای کې د کوويډ-۱۹ ويروس د سرچينې په اړه د چين او دغه سازمان ګډ څېړنيز راپور خپور کړ او پکې په ډاګه شوې، چې هيڅ داسې امکان نشته، چې دغه ويروس له لابراتور څخه پورته شوی وي. دغه راز نړيوالې ټولنې د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغې ناوړه کړنې هم نيوکې وکړې، چې له مخې یې د یاد ویروس پړه پر چين واچوله. اوس دا پوښتنه راپورته کيږي، چې د بايډن حکومت ولې دغه پلمه کاروي؟

لومړی لامل يې دا دی، چې د امريکا ځيني سياستوال د کرونا وبا ضد د مبارزې په هکله غلط نظر لري، چې په پراخه توګه د واکسين کولو کارونو په بشپړېدو سره دغه وبا پای ته رسېږي او د دغې وبا د ګړندۍ خپرېدو مسئوليت د پېژندنې کار ښايي خلکو ته په ډاګه شي، نو ځکه دوی له لابراتور څخه د دغه ويروس د رامنځته کېدو پلمه بيا بيا کاروي او غواړي چې د ځان لپاره مظلوم پسه پيدا کړي.

دوهم لامل یې دا دی، چې د امريکا حکومت چين خپل تر ټولو لوی سيال ګڼي. د امريکا جمهوريت غوښتونکی ګوند او ديموکرات ګوند په خپلمنځي سيالۍ کې د لا زياتو رايو تر لاسه کولو په موخه د چين ضد کلکه رویه غوره کوي او همدا د خپل برياليتوب اغېزمن تدبير بولي. په دغه شان ناعادي سياسي فضا کې د دې هيواد د ديموکرات ګوند حکومت د پخواني حکومت کړنو ته ادامه ورکوي او پر چين بې ځایه تورونه لګوي او موخه يې دا ده، چې د چين د پرمختګ مخه ونيسي.

د دوی دغه شان ناوړه سياسي عمل د دې ښودنه کوي، چې د امريکا ځينو سياستوالو له پخوانيو تجربو څخه هېڅ درس نه دی ترلاسه کړی او لا هم په لنډ ليد او ځانځانۍ روحيې د ساينس ضد پر ناسمې لارې روانې دي او د کرونا وبا ضد په نړيواله مبارزه کې يې سخت خنډونه اچولي دي. دا د ځانځانۍ روحیې پر بنسټ د امريکا په سيسټم کې اصلي نيمګړتيا ده.

د ويروس د سرچينې پيدا کول د ګردې نړۍ ګډه دنده ده، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر ياد ويروس د اخته پېښې په وار سره رامنځته شوي، نو د دغه ويروس د سرچينې د پيدا کولو کارونه بايد د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې ترسره شي.

امريکا چې د دې وبا له امله سخت زيانونه ليدلي، بايد په دې برخه کې فعاله همکاري وکړي. که امريکا پر دې ټينګار وکړي، چې دغه ويروس له لابراتور څخه را پورته شوی، نو لومړی بايد خپله اړونده پلټنه ومني.

د امريکا د ناروغيو کنټرول مرکز پخواني مشر د تېر کال په مارچ مياشت کې ومنله،  چې په دغه هيواد کې د انفلونزا په هغه فصل کې، چې د ۲۰۱۹ کال له سپمبر مياشتې څخه پیل شوی و، په مړه شويو کې ځيني ناروغان پر کوويډ-۱۹ اخته شوي وو. نو په امريکا کې د دغه ويروس لومړۍ پېښه کوم وخت رامنځته شوې؟

دغې پوښتنې ته بايد ځواب وويل شي او دا په نړۍ کې د کوويډ-۱۹ ويروس د سرچينې د پيدا کولو د دوهم پړاو کليدي مسئله ده.  د امريکا سياستوال يوازې لفظي جنجال کوي او وخت ضایع کوي، دوی بايد عملي تدبيرونه ونيسي.