د امريکا د زراعت وزارت شمېرې ښيي، چې چين د مۍ له ۱۷مې نېټې راهيسې له امريکا څخه د جوارو د پېر بهير چټک کړی دی. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د مۍ په ۲۷مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، د چين او امريکا ترمنځ د لومړي پړاو تجارتي تړون د چين، امريکا او نړۍ لپاره ګټور دی. دواړه خواوې بايد ګډې هڅې وکړي او ښه چاپيريال او شرايط دې برابر کړي، تر څو ياد تړون ښه تطبيق شي.