د سينګاپور رسنۍ: امریکا د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو په پلمه پر چين فشارونه واچوي
cri2021-05-28 15:21:14
شريکول:

 والسټريټ ورځپاڼې د روغتيا له نړيوالې غونډې نه مخکې د امريکا د استخباراتي معلوماتو له مخې ويلي چې له کرونا وبا  مخکې د چين د ساينس اکاډمۍ د وو هان د ويروس د څيړنيز مرکز په درو کارکوونکو کې د انفلونزا او د کرونا ناروغۍ په څېر نښې ليدل شوي وې.

د سينګاپور د ليان هه جاو باو ورځپاڼې په دې اړه د ځينو کارپوهانو په قول په يوه مقاله کې ليکلي چې د ځينو کارپوهانو په اند د امريکايي خبري رسنيو د يادې کړنې موخه د روغتيا د نړيوالې غونډې پر بحثونو اغيزه کول دي او د دوی له کړنې څخه  ښکاري چې د بايډن په مشرۍ د امريکا حکومت په دوامداره توګه د کرونا ویروس د سرچینې د لټولو په پلمه پر چين فشارونه واچوي.

په امريکا کې د چين سفارت د مۍ په ۲۷مه نېټه په رسمي ويبپاڼه کې د يوې مقالې په خپرولو سره دې ته اشاره کړېچې د امريکا ځينو سیاسي ځواکونو د کرونا وبا پر وړاندې له روانې مبارزې سره د خپل هېواد د خلکو د مقابلې اړتياوې او په دې مبارزه کې د همکارۍ هيله له پامه غورځولې او پر نورو هېوادونو د تورونو په لګولو لګيا دي.(غاټول)