چيني استازي: د فلسطينيانو قانوني حقونه دې وساتل شي
CRI2021-05-28 10:39:47
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د بشري حقونو شورا د مۍ په ۲۷مه نېټه د فلسطين، د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو، چين، کيوبا او جنوبي افريقا په غوښتنې سره د فلسطين په اشغال شويو ځمکو کې د بشري حقونو په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړه.

په جينيوا کې م م او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو په دغه غونډه کې څرګنده کړه، چين د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د وروستۍ شخړې له امله پر رامنځته شوې زياتې مرګژوبلې جدي اندېښنه لري او د عامو خلکو پر ضد ټول زورزياتي غندي. چين له اسرائيل څخه غوښتنه کوي چې د م م له اړوند پرېکړه ليک سره سم د فلسطينيانو د کورونو له ويجاړولو څخه لاس واخلي، فلسطينيان دې نه شړي، د يهوديانو استوګنځايونو د جوړولو پروژه دې بنده کړي، په بيت المقدس کې د مذهبي ځايونو اصلي بڼه دې وساتي، پر غزې دط کلابندي ختمه کړي او د فلسطينيانو قانوني حقونه دې وساتي. 

( سپوږمۍ)