د جاپان د ګډوډۍکړنې نړۍ ته قريب ورنه شي کولی
CRI2021-05-29 12:22:54
شريکول:

په چين کې د جاپان سفارت په دې وروستيو ورځو کې په خيل ويبسايت کې د فکوشيما د ذروي برېښناکوټ د ککړو اوبو د مسئلې په هکله ويلی چې د پلان له مخې سمندر ته د ايستلو اوبه به د ذروي برېښناکوټ ککړې اوبه نه وي، خو د اليپس (ALPS) حل شوې اوبه وي او زياته يې کړه چې د دغه ډول اوبو د حلولو لارې چارې له نړيوال اصول سره سمون لري. لامل يې دا دی چې د چين په شمول د نړۍ اړوند هېوادونه سمندر ته د ذروي برېښناکوټ ککړې اوبو په ايستلو لګيا دي.

په حقيقت کې د جاپان خبري رسنيو او حکومت په پرانيستي اسنادو کې ټول سمندر ته د ذروي برېښناکوټ ککړې اوبو د ايستلو په  اړه معلومات ليکلي، خو د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت نړۍ ته د دغې پيښې د خپرولو په وخت کې حل شوې اوبه ويلي. څرنګه چې جاپان دا نيت لري چې يو جعلي پديده جوړه کړي چې د ذروي برېښناکوټ ککړې اوبه له حلولو وروسته سمندر ته ايستلی شي لکه د نورو هېوادونو د ذروي برېښناکوټونو لخوا سمندر ته ايستل شوي اوبه دی.

خو د زيات شمېر کارپوهانو په اند، په فوکشيما کې د ذروي پيښې له امله رامنځته شوې ذروي ککړې اوبه ډېر زيات راډيو اکتيف عنصر لري چې د عادی ذروي برېښناکوټ د کارونو له رامنځته شويو يخ شويو اوبو سره بيخي فرق دی. جاپان دغه دوه ډوله توکي ګډوډۍ کوي چې هيڅ باوروړ نه دی.