هغه نظريه بې اساسه ده چې د کوويد ـ۱۹ ويروس د وو هان ښار له يو لابراتوارۍ څخه خپور شوی
CRI2021-05-29 16:36:56
شريکول:

په روانې اوونۍ کې د امريکا ولسشمر جو بايدڼ غوښتنه وکړه چې د کووېد ـ۱۹ ويروس د سرچينې په اړه پلټنه دوباره پيل کړي. کله چې کرونا وبا پيل شوی، هغه نظريه رامنځته شوې چې د کوويد ـ۱۹ ويروس د وو هان ښار له يو لابراتوارۍ څخه خپور شوی و. د استراليا د فيدرالي حکومت هم په تېر کال کې همدې غوښتنه وکړه. د بايډن حکومت اوس له چين څخه غوښتلی چې په يوه بشپړه، شفافه او د شاهد پر بنسټ پلټنه کې ګډون وکړي تر څو د دې وبا سرچينه پيدا کړي. حتی د امريکا د ساري ناروغۍ کارپوه انتوني فاوسي هم خپل پخوانی دريځ بدلی کړی او و يې ويل چې هغه باور نه لري چې دغه ويروس په طبعيت کې رامنځته شو.

په دې اړه د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان وويل چې امريکايي حکومت د دې ويروس د سرچينې په اړه مسئله په سياسي مسئله ګرځوي.