شي جين پينګ: چين د تکنالوژۍ پر خپلواکۍ ټينګار لري
CRI2021-05-29 11:05:08
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د مې په اته ويشتمه نېټه د چين د ساينس او انجنيرۍ اکاډمو د غړو او د دفه هېواد د ساينس او تکنالوژۍ ټولنې د استازو په کانګرس کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.

هغه وويل، چین پر دې ټينګار لري چې د تکنالوژۍ خپلواکي د دولت د پرمختګ ستراتيژيک بنسټ دی، د پرمختګ په نوې مرحله کې دې د پرمختګ نوي افکار پلی شي، نوی وضعيت دې جوړ شي او باکيفيته پرمختګ دې پياوړی شي، د نړۍ د غښتلې تکنالوژۍ، د اقتصاد د عمومي ډګر، د دولت د عمومي اړتياوو او د خلکو روغتيا د پياوړتيا لپاره دې د تعليم، د استعداد لرونکو د روزلو او د نوښت په برخو کې ستراتيژي ټينګې شي، د دولت د نوښت سيستم دې بشپړ شي، د تکنالوژۍ په وسيله دې یو غښتلی هېواد اباد شي او د لوړې سويې د تکنالوژۍ په برخه کې خپلواکي تر لاسه شي.