شي جين پينګ: چين بايد دغه هېواد ته د استعداد لرونکو د راجلبولو لپاره پاليسې بشپړ کړي
CRI2021-05-29 11:11:19
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د مې په اته ويشتمه نېټه د چين د ساينس او انجنيرۍ اکاډمو د غړو او د دغه هېواد د ساينس او تکنالوژۍ ټولنې د استازو په کانګرس کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.

هغه وويل، چين بايد د بېلابېلو استعداد لرونکو د نوښت خوځنده ځواک پياوړی کړي، په نړۍ کې تر ټولو ډېر زيات استعداد لرونکي دې وروزوي، د استعداد لرونکو روزلو ته دې په درنه سترګه وګوري او د تکنالوژۍ په برخه کې دې نړيواله اغېزه لرونکی او وتلي کارپوهان وروزوي. چين بايد د نړیوالو استعداد لرونکو د راټولولو لپاره يو علمي مرکز جوړ کړي او د کارونو او تبادلې لپاره دغه هېواد ته د لوړ پوړي استعداد لرونکو او کارپوهانو راتګ ته اسانتياوې برابرې کړي.