د امريکا يو شمېر سياستوال د هانکانګ په ګډوډولو کې ناوړه نيت لري
cri2021-05-29 15:21:22
شريکول:

د چين دهانکانګ خاصې اداري سيمې تقنيني کمېټې په دې وروستيو کې د رايو په مطلق اکثريت سره د ۲۰۲۱ کال د ټاکنيز نظام د بشپړولو(هر اړخيز تعديل) قاعدې مسوده تصويب کړه. د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د مې په ۲۷مه نېټه د دې په اړه يوه اعلاميه خپره کړه او په غلط ډول يې ادعا وکړه چې دا په سخته توګه هغه لاره محدودوي په کوم کې چې هانکانګيان کولی شي پخپله حکومتوالي کې معنی برخه واخلي او خپل نظرونه څرګند کړي.

د امريکا دا اقدام غير متوقع نه دي. ځکه چې هرکله چې د هانکانګ ديموکراتيک سياسي نظام پرمختګ وکړي ، د امريکا يو شمېر خلک به هغه دروغ خپروي کوم چې له واقعيت سره مخالف دي. نه پوهېږو چې نوموړی خلک ستړي دي نه که، خو د ټولې نړۍ خلک د دې په ليدو ستړي شوي دي!

دروغ ريښتيا نشي کيدای حتې زر ځله تکرار شي. مهمه نده چې څنګه امريکا د هانکانګ د اړوندو اعلاميو د بسته کولو لپاره د "ډيموکراسۍ" ، "آزادي" او "بشري حقونو" په څير دا ډول اصطلاحات کاروي ، دا نشي کولی د هانکانګ د ګډوډولو له لارې د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره خپل ناوړه نيت پټ کړي. دا دروغ دي چې دوی د هانکانګ ډيموکراسۍ او د هانکانګيانو حقونو ته پاملرنه کوي. په حقيقت کې ،دوی د هانکانګ په چارو کې او د چين  په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي.

هرڅوک چې د هانکانګ په ډيموکراتيک سياسي نظام باندې پوهېږي، هغه به وپېژني چې په هانکانګ کې د دې سيمه ييز قانون بشپړېدل د چين د ملي ولسي کانګرس د اړوندو پريکړو پلي کولو او د ملي ولسي کانګرس دايمي کمېټې د قانون

 

سمولو روحيې د پلي کولو لپاره يو مهم تدبير دی. دا به د هانکانګ اصلي ټاکنيز نظام کې نيمګړتياوې تعديل کړي او يو نوی نظام رامنځته کړي چې په هغه کې وطنپالان هانکانګ واکمن کوي ​او د هانکانګ ديموکراتيک سياسي نظام لپاره يو قوي قانوني تضمين چمتو کوي چې په سالم او منظم ډول پرمخ ولاړ شي.

ډېرو هانکانګيانو له رسنيو سره د مرکې په وخت کې وويل چې د د ټاکنيز نظام ښه کول به له هانکانګ سره مرسته وکړي چې د يو هېواد او دوو نظامونو اصلي ارادې ته راستون شي او د هانکانګ د دايمي سمسورتيا او ثبات لپاره به ګټور وي. دا د هانکانګيانو اراده او نظر دی.