د چين د تيان جو دوهم نمبر بار وړونکې فضايي پيړۍ په بريالۍ توګه توغول شوې
CRI2021-05-30 10:39:09
شريکول:

د چين د انسان وړونکې فضانوردۍ دفتر د خبر له مخې، د مۍ د ۲۹مې نېټې د شپې په اتو بجو او ۵۵ دقيقو د تيان جو دوهم نمبر په نوم باروړونکې فضايي بيړۍ د چانګ جنګ اوهم نمبر Y3 راکيټ له لارې د های نان ولایت د وين چانګ د توغنديو د توغولو له مرکز څخه توغول شوې او له تقريباً ۶۰۴ ثانيو وروسته فضايي بيړۍ په بريالۍ توګه له راکيټ څخه جلا شوی او ټاکلي مدار ته ننوتلی دی.

د مۍ د ۳۰مې نېټې په پنځو بجو او يوه دقيقه تيان جو دوهم نمبر بار وړونکې فضايي بيړۍ د چين د فضايي سټېشن له تيان هه مزکزي برخه سره پيوستون کړی دی.