د صربيا د بهرنيو چارو وزیر له دې سره مخالفت کوي چې د واکسين په پلمه پر چين تور لګوي
CRI2021-05-30 14:51:49
شريکول:

د صربيا د بهرنيو چارو وزير نيکولا سيلاکويچ اوس له چین څخه په ليدنه بوخت دی. هغه له رسنيو سره په مرکه کې وويل، چین د کرونا وبا ضد مبارزه کې د نړۍ لپاره يوه ښه بېلګه جوړه کړې. صربيا له چين څخه مننه کوي چې د کرونا وبا ضد مبارزې په برخه کې يې مرستې برابرې کړې. صربيا له هغو هېوادونو سره مخالفت کوي چې د واکسین په پلمه پر چين بې بنسټه تور لګوي.

سيلاکويچ وويل، صربيا په اروپا کې لومړی هېواد دی چې د کرونا وبا ضد د چين واکسین کارولی. تر اوسه پورې چين دغه هېواد ته له څلورو ميليونو دوزو څخه زيات واکسين برابر کړی او د طبي کارپوهانو ډله يې هم لېږلې ده. 

نوموړي وويل، په دې وروستيو کلونو کې، په تېره بيا د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاريزو پروګرامونو ښه پرمختګ موندلی دی. د خاورې د بشپړتيا، د ملي حاکميت او د مهمو نړیوالو او سيمه ييزو مسئلو په برخو کې دواړه هېوادونه يو د بل ټينګ ملاتړ کوونکی دی.