په م م کې د چين دايمي استازی: چين به د خپلو کړنو له لارې د م م ملاتړ او د سوله ساتونکو د خونديتوب ساتنې ته دوام ورکړي
CRI2021-05-30 10:10:24
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جيون د مۍ په ۲۹مه نېټه د م م د سوله ساتونکو د نړيوالې ورځې په مناسبت وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې سوله ساتونکو ته احترام څرګند کړ او و يې ويل، چې چين به په پر له پسې توګه د خپلو کړنو له لارې د م م ملاتړ وکړي او د سوله ساتونکو د خونديتوب د ساتلو لپاره به دوامداره کوښښونه وکړي.

جانګ جيون وويل، چې چين د سوله ساتونکو د امنيت ساتلو لپاره ډېرې هلې ځلې کړې او کوي يې. تېر کال د چين تر هڅې لاندې د م م امنيت شورا د سوله ساتونکو د امنيت په اړه لومړی پريکړه ليک تصويب کړ. چين د مۍ په ۲۴مه نېټه د سوله ساتونکو د خونديتوب په اړه د امنيت شورا د مباحثوي غونډې مشري وکړه او يوه اړونده رئيسه اعلاميه يې خپره کړه.