لنسيټ طبي مجله: چين د ښځو او ماشومانو د روغتيا ساتلو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري
CRI2021-05-31 14:36:37
شريکول:

لنسيټ طبي مجلې په يوې تبصرې کې ليکلي، چې د نوي چين د جوړېدو له ۷۰ کلونو راهيسې، دغه هيواد د ښځو او ماشومانو د روغتيا ساتلو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

دغې مجلې د ښځو او ماشومانو د روغتيايي چارو د پرمختګ په برخه کې د  ټولې نړۍ کارپوهانو ته بلنه ورکړې، چې د چين د برياليتوبونو، ټينګ هوډ او چيني تجربو په اړه مالوماتي ليکنې وکړي او په دغه هيواد کې د ښځو د ميندوارې او ولادت، د نوزيږو ماشومانو او کوچنيانو د روغتيا په هکله ځانګړي راپورونه وليکي.

د چين په دننه او بهر کې د مشهورو پوهنتونونو او ساينس اکاډميو ۳۱ کارپوهانو په تېرو درېيو کالونو کې د يادې موضوع په اړه یو ګډ راپور ليکلی دی.

په دغه راپور کې د نوي چين له جوړېدو راهيسې په تېرو ۷۰ کلونو کې د ښځو او ماشومانو د روغتيا ساتلو په برخه کې د پرمختګ او اصلاحاتو اغيزې او تجربې راغونډې شوي او په راتلوونکو لسو کلونو کې د دغو چارو د باکيفيته پرمختګ لپاره عملي تګلارې او مشخص پيشنهادونه وړاندې شوي دي. په دغه راپور کې دېته اشاره شوې، چې په چېن کې په تېرو ۷۰ کلونو کې د ښځو او ماشومانو د روغتيا په زياتو شاخصونو پر له پسې ښه والی راغلی دی.

د چين د روغتيا ملي کميټې او د چيني طب ملي ادارې چارواکې يو يان هونګ وويل، د نوي چين له جوړېدو راهيسې په دغه هيواد کې د ښځو او ماشومانو روغتيايي چارو ستر بدلونونه کړي دي. پخوا به په دغه هيواد کې د هرو سل زرو ښځو د ميندوارۍ او د ولادت پر مهال ۱۵۰۰ خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو په ۲۰۲۰م کال دغه انډول اوولسو ته راټيټ شوی دی او د نوزيږو ماشومانو د مړينې انډول يې په هرو زرو کې له ۲۰۰ څخه ۵ ته را ټيټ شوی دی.

 چين د ملګرو ملتونو د زريز پرمختګ هدف په تړاو د ښځو او ماشومانو د روغتيا ساتنې په برخه کې له ټاکلي وخت مخکې خپلې موخې ته رسيدلی دی.

دغه راپور زياتوي، چې په ۱۹۸۱ کال کې د چيني ښځو منځنی عمر ۶۹ و، چې اوس يې دغه عمر ۷۹ کالونو ته پورته شوی، په دغه هيواد کې د بېسواده ښځو شمېر ډېر زيات کم شوی او د تعليمي سويې او د ګمارنې حالت له مخې جنسیي توپيرونه پکي ډېر کم شوي دي.

د دغه راپور يوې ليکوالې د بېجينګ پوهنتون مرستيال مشرې او د دغه پوهنتون د دريم طبي روغتون مشرې چياو جي وويل، چين د ښځو او ماشومانو د طبي خدمتونو د ښه والي او په ښارونو او کليو کې د دغو خدمتونو د توپيرونو کموالي لپاره يو لړ پلانونه عملي کړي دي.

چين د بېلا بېلو کچو طبي سيستمونه جوړ کړي، بېلا بېل روغتيايي تدبيرونه په اغيزمن ډول تطبيقوي او د ښځو او ماشومانو د روغتيايي چارو په اړه يې بنسټيزې ښوونې تر سره کړې دي. په ټول چين کې د ميندو او ماشومانو د روغتيا د ساتلو په پار د بېلا بېلو کچو سيستمونه جوړ شوي او د ښځو او ماشومانو د روغتياپالنې په برخه کې اغيزمن نظارت او د اړوندو تګلارو د تدوين لپاره پکې مهم ارقام برابريږي.

د لنسيټ طبي مجلې عمومي ايډېټر ريچارډ هورټون وايي، چې د کرونا وبا د خپرېدو په وخت کې په دغه راپور کې راټولې شوې تجربې د ټولې نړۍ لپاره لارښوونکی اهميت لري. د کرونا وبا له چارو دا څرګنديږي، چې ټولنيز عدالت د انسانانو د روغتيا لپاره ستر ارزښت لري او که عدالت په پام کې ونه نيول شي، نو منفي اغيزې به یې ډېرې وي.زما په نظر، تر ټولو ښه لاره دا ده، چې په ټولنه کې نسل په نسل د شتمنيدو او يا بېوزلۍ حالت د تکراريدو حالت ختم شي او د دې چارې د ترسره کيدو لپاره د ښځو او ماشومانو د روغتيا ساتنې او ښوونيزې سويې لوړول يې تر ټولو مهمه طريقه ده. نو دغه راپور نه يوازې، د ښځو او ماشومانو لپاره ستر ارزښت لري، بلکې د کرونا وبا د خپرېدو په وخت کې د ټولې نړۍ لپاره هم لارښوونکی اهميت او په بېلا بېلو هېوادونو کې د اړوندو تګلارو د تدوين لپاره ګټې لري.