امريکايي رسنۍ: په چين کې د کرونا وبا ضد واکسین د تطبيق بهير چټکېدل به د اسيا د اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره ګټور وي
CRI2021-05-31 15:24:03
شريکول:

د امريکا وال ستريټ ژورنال په خپلې ويبپاڼې کې يوه ليکنه خپره کړې، چې له مخې يې چين د کرونا وبا ضد واکسين د ورکولو بهير چټک کړی دی او دا به د اسيا د اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره ګټورې لارې پرانيزي.

په ياده ليکنه کې ويل شوي، چې اوس په چین کې د واکسین د ورکولو بهير په چټکۍ روان دی. په تېره اوونۍ کې په چين کې د واکسين د ورکولو سرعت د امريکا، اروپايي ټولنې او بريتانيا تر پخوانو ټولو وختونو لوړ دی. که چين د واکسين د تطبيق دغه سرعت وساتي، نو د اسيايي حتی نړيوال بازارونو د سمسورتيا لپاره به ډېر ګټور وي.

په دې ليکنه دا هم ويل شوي، چې د واکسين چټکول به د سفر په برخه کې د اسيايي هېوادونو بنديز هم تقليل کړي.