د چين صدر اعظم لي که چيانګ د مۍ په ۳۰مه نېټه په انلاين ډول تر ۲۰۳۰ کال پورې د زرغون پرمختګ او نړيوالو موخو مشارکت په دوهمه سرمشريزه غونډه کې ګډون او يوه وينا يې وکړه.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې ۳ وړانديزونه وکړل:
لومړی، نړيواله ټولنه دې په يووالي سره د کرونا وبا ضد نړيواله مبارزه کې برياليتوب تر لاسه کړي.
دوهم، د نړۍ ټول هېوادونه دې د مفکورې په بدلولو سره زرغون پرمختګ ته دوام ورکړي.
درېيم، پرمختللي هېوادونه دې د پرمختيايي هېوادونو ځانګړو ستونزو ته پاملرنه وکړي.
( سپوږمۍ)