راپور : د يو کمربند او یوې لارې پروژې به نړيوال زرغون پرمختګ ګړندی کړي
cri2021-05-31 15:19:07
شريکول:

نړیوال پولي فورم د مۍ په ۳۰ مه نېټه د ۲۰۲۱کال په پسرلنۍ غونډه کې د چين په اړه يو راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو د مرکزي بانکونو د سروې نتيجه ښودل شوې چې له مخې يې ٪87 پوښتل شوي مرکزي بانکونه پدې اندي چي د یو کمربند او یوې لارې پروژې له کرونا وبا مخکې عادي حالتو ته د نړیوال اقتصادي پرمختګ د ګرځېدو په ګټه دي او ٪75 پوښتل شوي مرکزي بانکونه پدې باور دي چې دغه پروژې به نړيوال زرغون پرمختګ  ګړندی کړي او د دوامدار اقتصادي پرمختګ لپاره به ښه رول ولوبوي.

په ياده غونډه کې د يو کمربند او يوې لارې د اړوندو هېوادونو د مرکزي بانکونو سروې هم خپره شوه  چې له مخې يې چين د کرونا وبا له امله د يو کمربند او يوې لارې له اړوندو پروژو سره مالي مرستې نه دي کمې کړي او دغه پروژې د جيوپوليتيکي تاوتريخوالي له امله نه دي زيانمنې شوې. ٪80 مرکزي بانکونو وړاندوينه کړې چې د يو کمربند او يوې لارې ابادي به په راتلونکو پنځو کالونو کې د سيمې جي ډي پي زياته کړي.