د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مۍ په ۳۱مه نېټه د سوريې د ولسمشر په توګه د بيا ټاکل کېدو په پار بشار الاساد ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
نوموړي په خپل پيغام کې څرګنده کړې چې چين د ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو په برخو کې له سوريې څخه ټينګ ملاتړ کوي او د کرونا وبا ضد مبارزې، اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي لپاره به دغه هېواد ته تر خپلې وسې پورې زياتې مرستې برابرې کړي څو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پرمخ لاړ شي.
( سپوږمۍ)