امريکايي سياستوالو يو ځل بيا پر چين تور لګولی چې کرونا ويروس د وو هان په لابوراتوار کې جوړ شوی دی
cri2021-06-01 15:02:40
شريکول:

د نړۍ يو شمېر هېوادونو بيا هڅه کوي چې د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو کارونو ته سياسي رنګ کړی. د روغتيا د نړيوال سازمان د بېړنيو پروژو اجرائيوي مسئول ماکل ريان په يوه خبري ناسته کې يادې څرګندونې کړې دي. ځينو امريکايي سياستوالو بيا په دې پلمه پر چين تور لګولی چې د کرونا ويروس د وو هان په لابوراتوار کې رامنځته شوی دی. خو د ښاغلي ريان په شمول د  نړيوالې ټولنې ډېرو شخصيتونو دغه ډول ناسمې خبرې غندلې دي.

ساينسي او علمي ټولنې هم د يادو سياستوالو پر ناسمو کړنو نیوکې کوي او له حقيقت يې لرې بولي او يو کال مخکې يې دغه ډول ناسمې خبرې غندلې وي. په هغه وخت کې د امريکا د دولتي استخباراتو د عمومي مدير دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي وو چې د علمي او ساينسي ټولنو ګډې نظريې مني او کرونا ويروس په مصنوعي او يا جنيټيک ډول نه دی جوړ شوی. د روغتيا نړيوال سازمان کاري ډلو څو ځلې له چين څخه  ليدنه وکړه او د روان کال په مارچ کې يې يو راپور خپور کړ چې له مخې يې دا خبر له امکان څخه لرې وباله چې  چې د کرونا ويروس دې له لابوراتوار څخه انسانانو ته خپور شوی وی.

امريکايي سياستوالو سياسي مسخره جوړه کړې او کله نا کله د ساينس او علومو ضد له ځينو لارو چارو پر چين تورونه لګوي. امريکايي سياستوالو استخباراتي څانګې ته امر کړی چې په ۹۰ ورځو کې د کرونا ويروس سرچينه پيدا کړې. د دې ترڅنګ دروغجن مایکل ګوردن چې پخوا يې په نيويارک تايمز ورځپاڼه کې د يوې مقالې په خپرولو سره ويلي ووچې په عراق کې ګڼ وژونکې وسلې شتون لري،دا ځل هم په بلې مقالې کې ليکلې چې ويروس د وو هان له لابوراتوار څخه پورته شوی دی. له دغو کړنو څخه د امريکا سياسي دسيسې  ښکاري.

ساينسي څېړنې کولی شي چې د کرونا ويروس سرچينه ومومي. ايا ځيني امريکايي استخباراتي چارواکي  په سياسي څېړنو کې لوی لاس لري؟ د روغتيا نړيوال سازمان تر مشرۍ لاندې د نړۍ ساينس پوهانو لا تر اوسه د دې ويروس سرچينه نه ده پيدا کړې، نو استخباراتي چارواکي څنګه په ۹۰ ورځو کې دغه سرچينه پيدا کولی شي؟

د امريکا ځينو سياستوالو او خبري رسنيو څو څو ځلې له ډول ډول لارو چارو د کرونا ويروس د سرچينې په اړه ناسمې خبرې وکړې چې ور څخه  د دوی سياسي دسيسه څرګنديږي.

د امريکا د جورج ټان پوهنتون پروفيسور کاوانا په دې وروستيو ورځو کې له يوه خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې که د چين د شهرت بدنامولو لپاره څه لارې چارې شتون ولري، امريکا به خامخا ترې کار واخلي. له دغو خبرو څخه ښکاري چې امريکا چين تر ټولو لوی ستراتيژيک سيال بولي.

له څه باندې يو کال راهيسې د ګټورو سياسي تګلارو او اغيزمنو تدبيرونو د غوره کولو له امله چين تر نورو هېوادونو نه مخکې د کرونا ويروس کنټرول کړی او د اقتصاد د بيا سمسورتيا موخه يې تر سره کړې  او د کرونا وبا پر وړاندې د روانې مبارزې لپاره يې د ليدو وړ خدمتونه کړي دي. په تېره بيا چين تر هغې ژمنې وروسته چې ژمنه يې کړې چې د کرونا ضد واکسين به د نړۍ عامه توليد وګرځوي، تر دې دمه نورو هېوادنو او سازمانونو ته درې سوه مليونه دوزه واکسين برابر کړي چې دغه کړنې د نړيوالې ټولنې د هر کلي وړ ګرځېدلې دي.

په عين وخت کې د امريکا حکومت د واکسين نشناليزم تګلاره غوره کړې او يوازې خپلو ګټو ته ارزښت ورکوي او علمي او ساينسي روحيه يې له پامه غورځولې ده. د امريکا له يادو کړنو څخه څرګنديږي چې سياستوالو يې يو ځل بيا د کرونا ويروس د سرچينې په پلمه پر چين تور لګولی او يوه سياسي مسخره يې جوړه کړې ده.