وانګ يي: د ۴ اروپايي هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره ليدنه، د چين او اروپا د ستراتيژيک تګ راتګ ښکارندويي کوي
CRI2021-06-01 14:59:50
شريکول:

د پولنډ، صربيا، ايرلنډ او هنګري د بهرنيو چارو وزيرانو په دې وروستيو کې يو پر بل پسې له چين څخه ليدنې کړې دي. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ګوی جو ولايت په ګوی يانګ ښار کې له نوموړو ۴ وزيرانو سره خبرې اترې وکړې، چې دا په روان کال کې د چين او اروپايي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ لومړۍ مخامخ خبرې دي او دواړو خواوو پکې د نظريو ژورې تبادلې کړي او پراخې هوکړې يې کړې دي.

وانګ يي د مۍ په ۳۱مه نېټه د هانګري د بهرنيو چارو له وزير سزيجارتو پيټر سره په خبري ناسته کې ګډون وکړ او د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو په اړه يې نظريې څرګندې کړې. نوموړي وويل، چې چين او اروپا تېر کال د کرونا وبا د منفي اغېزو په ليري کولو ډېرې لويې چارې تر سره کړي او د پوهنې ملکيت حق د ساتنې، زرغون پرمختګ او د پانګونې تړون د خبرو اترو په برخو کې يې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، خو اروپايي خواوو د روان کال په مارچ کې د بې بنسټه معلوماتو حتی د جعلي خبرو له مخې د يو اړخيزو بنديزونو د لګولو ناسمه پريکړه کړې، چې دغه کړنه د چين ملي حاکميت او ملي وقار ته ګواښ بلل کيږي او چينايانو ته د منلو وړ نه ده، نو د چين حکومت د معقول او اړين غبرګون د نيولو حق لري. د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو اوسنی مشکل د دواړو خواوو له اصلي او اوږدمهالو ګټو سره سمون نه لري. چين هيله لري، چې دواړه خواوې خپلمنځي تګ راتګ او خبرې اترې پياوړې کړي، خنډونه ليري کړي او خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې کړي.