امريکا بايد د کوويډ-۱۹ سرچينې په پيدا کولو کې فعاله همکاري وکړي
cri2021-06-02 14:42:48
شريکول:

د روغتيا ۷۴مه نړيواله غونډه د جون په لومړۍ نېټه پای ته ورسېدله. د امريکا ځينو سياستوالو په دغه غونډه کې د کوويډ-۱۹ ويروس د سرچينې د پيدا کولو بحث  بيا راوپاروه او له چين څخه يې غوښتنه وکړه، چې اړوندې همکارۍ وکړي، خو  د دوی واقعي موخه پر چين د بې ځایه تورونو لګول دي.

په حقيقت کې د کرونا وبا د رامنځته کېدو له يو کال راهيسې په امريکا کې د دغې  وبا د خپرېدو حالت ډېر سخت دی، د دغه ويروس د وقايې او کنټرول کارونه يې هېڅ اغېزه نه لري او د شک وړ ډېر ټکي پکې شتون لري. برسيره پر دې، امريکا تر اوسه پورې   روغتيا نړيوال سازمان ته د دغه ويروس د سرچينې پيدا کولو  بلنه نه ده ورکړې، خو په چين کې د دغه سازمان اړوند کارونه وختي پای ته رسېدلي   او د څېړنې ګډ راپور يې هم خپور کړی دی. نو امريکا څه حق لري چې له چين څخه ياده غوښتنه کوي؟

د روغتيا نړيوال سازمان د ساینس پوهانو ۱۷ کسيزې ډلې د روان کال د جنورۍ له ۱۴مې نېټې د فبرورۍ تر ۱۰مې نېټې پورې   د هو بې ولايت په وو هان ښار کې  د ناروغيو کنټرول له مرکز، د وو هان ښار د ناروغۍ کنټرول له مرکز او د ويروس له څېړنيزې ادارې څخه ليدنې وکړې، تر خلاصې، سپيڅلې او پوره پلټنې وروسته، د روغتيا نړيوال سازمان او چين ګډ ګروپ د تېر مارچ په پای کې د يو راپور په خپرولو سره په  ډاګه کړه، چې داسې هيڅ امکان نشته، چې کرونا ويروس له لابراتور څخه خپور شوی وي  .

چين د ياد راپور درناوی کوي. که امريکا په دې اړه شک لري او په دوامداره توګه پر چين بې ځايه تورونه لګوي، نو لومړی بايد په خپل هېواد کې د دغه ويروس د وقايې او کنټرول په کارونو کې د شک وړ موضوعات په ډاګه کړي او د روغتيا نړيوال سازمان په مشرۍ د ياد ويروس سرچينې پلټنه دې ومني. دا ډېره د پاملرنې وړ ده، چې د امريکا ځينو سياستوالو ډېر کوښښونه کړي، چې پر چين د بدنامۍ تورونه ولګوي  ، خو تر اوسه یې د کوويډ-۱۹ ويروس سرچينې د پلټنې په اړه هېڅ غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی ؟ دوی له څه وېرېږي؟

د بريتانيا د سياست او نړيوالو اړيکو څېړونکي تام فودي څو ورځې مخکې يوه ليکنه خپره کړه. نوموړي په دغې ليکنې کې ليکلي، چې  د امريکا پخواني ولسمشر فرانکلين روسفيوالټ په ۱۹۴۲ کال کې حکم ورکړ او   د بيلوژيکي جنګ پلان يې تطبيق کړ. د کرونا وبا د رامنځته کېدو تر يو کال وروسته امريکا لا هم له لابراتور څخه د دغه ويروس د وتلو نظر ته کمپاين کوي او لمسونکوونکې کړنې ترسره  کوي. نوموړي په دغې ليکنې  کې دې ته اشاره کړې،  چې که امريکا پر دغه نظر ټينګار کوي، نو دا د واقعیت پر بنسټ د دوی وړاندوينه ده، څرنګه چې امريکا په بيلوژيکي جګړه کې زياتې پانګونې کړي  او دغسې جګړې يې ډېرې کارولې دي.

دا يو واقعيت دی، چې امريکا له يو کال راهيسې  د شک وړ ډېرې کړنې ترسره  کړي  او بايد نړیوالې ټولنې ته تفصیلات وکړي. لومړی ټکی يې د فورټ ډيټريک Fort Detrick لابراتور دی. دغه لابراتور د ۲۰۱۹ کال په جولای مياشت کې په ناڅاپي توګه وتړل شو او ور پسې د فوجينيا ايالت په يوه استوګنځی کې چې له دغه لابراتور څخه ورته يو ساعت مزل دی ، ډېر خلک پر يوې ناروغۍ اخته شول  او نښې نښانې يې کرونا وبا ته ورته وې . امريکا ولې دغه لابراتور بند کړ؟ ايا دغه لابراتور له کرونا وبا سره کومې اړيکې لري؟ امريکا بايد د دې لابراتور په اړه نړيواله پلټنه ومني. برسيره پر دې، په امريکا کې پر کرونا د لومړي ناروغ د اخته کېدو مشخص وخت لا تر اوسه نه دی مالوم شوی . د نظر خاوندان وايي،  که امريکا غواړي په مداومه توګه د کرونا وبا په پلمه سياسي دوسيسې جوړې کړي او د دغې وبا د کنټرول په اړه هېڅ رښتينی عمل ياد نه کړي، نو بايد تر هر څه لومړی په هنداره کې خپله څيره وګوري.