د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين کواکس ته د کرونا ضد واکسين ورکوي او خپله ژمنه عملی کوي
CRI2021-06-02 11:34:39
شريکول:

د چين سينوفارم شرکت د کرونا ضد واکسين لومړۍ جوپه توليد کړه او کواکس پلان (COVAX) ته به يې ډالۍ کړي. کواکس د کرونا ضد واکسين د تطبيق پلان دی او د ۲۰۲۱ کال تر پايه پورې ټولې نړۍ ته دوه مليارډ دوزه واکسين ورکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وين بين د جون په لومړې نيټه يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې په دې هکله وويل، دا د نړيوال عامه توليد په توګه د کرونا ضد واکسين د کارولو په باره کې د چين د ژمنې عملي کولو يو بل واقعي عملي فعاليت دی. چين له کواکس پلان څخه تل ملاتړ کړی او اعلان يې کړی چې يو ميليون دوز واکسين به ورته برابر کړي. اړوندې تصدۍ د خپل توان په اندازه د دغه واکسين په توليدولو بوختې دي. چين به په دوامداره توګه له تصديو څخه ملاتړ وکړي چې د ملګرو ملتونو په ياد پلان کې همکارۍ وکړي او دغه هېواد به په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا د ژر پای ته رسيدو لپاره خدمتونه تر سره کړي.