د امريکا نړيوال اعتبار چيرې دی؟
CRI2021-06-02 10:52:42
شريکول:

ډنمارک راډيو په دې وروستيو کې د يو ځانګړي خبر په خپرولو سره د امريکا د ملي امنيت ادارې هغه کړنه په ډاګه کړې چې د دغه هېواد د انټرنيټي شبکې له لارې يې د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل په شمول د زياتو اروپايي هېوادونو مشران څارلي دي.

د امريکا دغسې کړنې نړيوالې ټولنې ته د حيرانتيا وړ نه دي، ځکه امريکا له اوږدې مودې راهيسې په پټه د اروپايي مشرانو او سياستوالو خبرې اوري. په ۲۰۱۳ کال کې د امريکا د دفاعي چارو په مسول يو شرکت پخواني کارکوونکي سنوډن مطبوعاتو ته ځيني مالومات ورکړل او د امريکې ځينې کړنې يې افشا کړې. نوموړې په يادو مالوماتو کې ويلي وو چې د امريکا اړوندې ادارې کورنۍ او بهرنۍ تلېفوني خبرې او انټرنيټي مخابرات تر څار لاندې نيولي او لس کاله کيږي چې د دغه هېواد حکومت د ميرکل د ګرځنده تلېفونخبرې څاري او په پټه يې اوري. په هغه وخت کې ميرکل د امريکا له پخواني ولسمشر اوباما سره په تلېفوني خبرو کې دې ته اشاره کړې وه، چې د امريکا دغه کړنه له اعتماد څخه سخته سرغړونه ده. ورپسې امريکا د ميرکل ضد د استخباراتي فعاليتونو د ختمولو څرګندونې وکړې. خو نتيجه يې څه شوه؟ د امريکا له يادې تازه پېښې څخه ښکاري، چې دغه هېواد هيڅکله د اروپا ضد استخباراتي فعاليتونه نه دي بند کړي.

اروپايان بايد په دې پوه شي چې (( د امريکا ګټو ته لومړيتوب ورکول)) د امريکايي سياستوالو يوازېنی ډيپلوماتيک اصل دی. که څه هم ځيني امريکايي سياستوال ښکلې خبرې کوي، خو د پټې اورېدنې عادت لرونکې امريکا نړيوالو ته د اعتبار وړ نه ده.