وانګ يي به د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د څلورمې دورې خبرو اترو مشري وکړي
CRI2021-06-02 17:10:01
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په دوهمه نېټه اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د جون په درېيمه نېټه د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د څلورمې دورې خبرو اترو مشري وکړي او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره به په انلاين ډول په دغو خبرو اترو کې ګډون ولري. د درېواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به د افغانستان د سولې او روغې جوړې بهير، د دريو خواوو ترمنځ د همکاريو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د نظريو تبادلې وکړي.