د چين د کليوالو سيمو د سمسورتيا د هڅولو قانون د جون له لومړۍ نېټې څخه تطبيق کېږي او د کليوالو سيمو د سمسورتيا د هڅولو د ستراتيژۍ د تطبيق لپاره به بنسټ برابر کړي. د جه جيانګ ولايت د هانګ جو ښار د چون ان ولسوالۍ کليوالو سيمو د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې له لارې د کليوالو سيلانيزو چارو په برخه کې پرمختګ موندلی دی.
شيا جيانګ کلي د جه جيانګ ولايت په لوېديځ کې پروت دی. له ۲۰۰۱ کال مخکې هلته چاپيريال او ترانسپورټ ډېر بد او خلک يې ډېر بې وزله وو. اوس د دغه کلي چاپيريال او ترانسپورټ ښه شوي دي، عصري زراعت ته يې وده ورکړې او په کليوالو سيلانيزو چارو کې يې پرمختګ موندلی دی. په ۲۰۱۹ کال کې د دې کلي هر وګړي په واسط ډول ۳۹ زره يوانه تر لاسه کړي دي. ځايي اوسېدونکي وايي، چې د دوی ښه ژوند د ايکولوژيکي چاپيريال له ساتنې څخه پيل شوی دی.
د ايکولوژيکي چاپيريال د ښه والي په اړه د جه جيانګ ولايت پروګرام د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ افتخاري لقب هم تر لاسه کړی دی، دغه لوی لقب د نړۍ ساتونکي په نوم يادېږي.
د شيا جيانګ کلي مسؤلې جيانګ لي جوان وويل، د کليوالو سيمو د سمسورتيا د هڅولو قانون په تطبيق سره به سيمه ييز پرمختګ لا وغواړېږي او د ځايي بزګرانو لپاره به ښه ژوند برابر کړي.