د ايران د حکومت وياند علي ربيعي د جون په لومړۍ نېټه د ايران د اټومي تړون په اړه د ويانا غونډې د تازه وضعيت او د ايران او وينزويلا ترمنځ د اړيکو په ګډون د يو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. نوموړي وويل، اوس په ويانا کې د اټومي تړون پرسر روانه غونډه له لويو خنډونو سره نه ده مخ شوې او بېلابېلې خواوې دغه تړون ته د امريکا او ايران د ستنېدو په څرنګوالي ابتدايي موافقې ته رسېدلي، خو ځيني توپيرونه لاهم شته دي.