د چين، افغانستان او پاکستان ترمنځ د خارجه وزيرانو څلورم ډيالوګ تر سره کېږي.
CRI2021-06-03 10:08:14
شريکول:

د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۲مه نېټه خبر ورکړ چې د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي به د همدې مياشتې په ۳مه نېټه د چين، افغانستان او پاکستان ترمنځ د خارجه وزيرانو څلورم ډيالوګ مشري وکړه او د ده افغان او پاکستاني سيالان به په انلاين ډول پکې ګډون ولري. 

وياند وانګ ون بين څرګنده کړه چې د دريو هېوادونو خارجه وزيران به د افغانستان د سولې بهير، د درې اړخيزې واقعي همکارۍ او ترهګرۍ ضد همکارۍ په شمول د ځينو موضوعاتو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړي. 

نوموړي زياته کړه، دا چې امريکا او ناټو د افغانستان د سولې بهير په کليدي مرحله کې له دغه هېواد څخه خپل ځواکونه وباسي، د افغانستان کورنيو حالاتو او د سيمې امنيت ته به ناثباتي ورسوي. چين، افغانستان او پاکستان چې يو د بل ګاونډيان، دوستان او همکاران دي او يو له بل سره ګډ برخليک شريکوي، د سيمې د سولې او ثبات د ساتلو مثبته اراده لري. په داسې حال کې د دريو هېوادونو خارجه وزيرانو د خپلمنځي څلورم ډيالوګ د تر سره کولو پرېکړه کړې ده. هغه باور وښود چې په ياد ډيالوګ کې به مثبتې موافقې رامنځته شي او سيمه ييزې سولې، ثبات او پرمختګ ته به نوی خوځنده ځواک برابر کړي. 

( سپوږمۍ)