آيا د امريکا هغه سياستوال چې ساينس پايمالوي او د خلکو ژوند ته پاملرنه نه کوي، غواړي له ټولو انسانانو سره دښمني وکړي؟
CRI2021-06-03 14:32:13
شريکول:

د امريکا ځينو سياستوالو په دې وروستيو ورځو کې د کوويد-۱۹ ويروس د سرچينې د لټولو په پلمه پر چين بيا تورونه لګولي دي او د دغه هېواد ولسمشر جوبايډن د استخباراتو ادارې ته امر کړی، چې د دې ويروس د سرچېنې د پيدا کولو په برخه کې هر اړخيزې څېړنې وکړي. د امريکا دغه کړنه د ټولې نړۍ پراخې غندنې سره مخ شوې ده.

 ټول پر دې پوهيږي، چې د ويروس د سرچينې د لټولو چارې ساينس پسې اړونديږي او يوازې ساينسپوهان کولی شي، چې د دې ويروس د سرچينې په اړه ځوابونه ووايي؛ د امريکا د استخباراتو اداره د دې ويروس د سرچينې د پيدا کولو چارې نه شي ترسره کولی، ځکه دغه اداره ډېرې بدنامې کړنې ترسره کوي او هميشه جعلي خبرونه خپروي. د امريکا سياستوال د کرونا وبا د وقايي او کنټرول په چارو کې د خپلو کمزوريو او منفي کارونو د پټولو او پر چين د فشار اچولو په موخه ياده سياسي ډرامه جوړه کړې، چې له ساينس سره بيخي په ټکر کې ده او د خلکو ژوند ته پکې هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

د امريکا سياستوالو د کرونا وبا له رامنځته کېدو راهيسې په حقيقت کې خپلو شخصي ګټو ته لومړيتوب ورکړی او له ساينس څخه سرغړونکې کړنې يې ترسره کړي، چې له امله يې د دغه هېواد خلک ډېر زيانمن شوي دي. په امريکا کې د کرونا وبا له امله د شپږ لکو کسانو مړينې د دغو سياستوالو ضمير او وجدان نه دی ويښ کړی. دوی د ويروس د سرچينې لټولو کارونه په سياست پسې تړي او د ساينس ضد لوري ته يې روان کړي دي.

د ويروس سرچينې لټول يوه پوره علمي مسئله ده او د سرچينې پيدا کول يې نړيوالې همکارۍ او ساينسي چارو ته اړتيا ده، چې د حقيقتونو پر بنسټ بايد ترسره شي، تر څو ټول انسانان د ويروس د خپريدو پر اصلي حالت وپوهيږي او په راتلونکې کې د نورو ناڅاپي سختو وباوو  پر وړاندې مقابله وکولی شي.

نړيواله ټولنه بايد د ساينس او صلاحيت د تامينولو لپاره د روغتيا نړيوال سازمان په مشرۍ د ساينس پوهانو اړوندو څيړنو ته اسانتياوې برابرې کړي تر څو دوی له لاسوهنې پرته مسلکي کارونه وکړي.

ياد ويروس د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې پيدا شوی، نو د سرچېنې د پيدا کولو چارې يې بايد په مختلفو هېوادونو او ځايونو کې تر سره شي.

چين تر ټولو وختي د روغتيا نړيوال سازمان ته د کرونا وبا په هکله راپور وړاندې کړ او څو څو ځلې يې د دغه سازمان کارپوهانو ته بلنه ورکړې، چې د کوويد-۱۹ ويروس د سرچينې څيړنه تر سره کړي. د دغه سازمان او چين د کارپوهانو ګډې ډلې د مارچ په پای کې د علمي څيړنې او له وو ښان ښار څخه د هراړخيزو ليدنو پر بنسټ راپور خپور کړ. په دغه راپور کې دېته اشاره شوې، چې داسې هيڅ امکان نه ليدل کيږي، چې کوويډـ۱۹ ويروس دې له لابراتوار څخه انسانانو ته ورغلی وي.

د دغه سازمان کارپوهانو د ياد ويروس د سرچينې موندلو په څيړنيزو چارو کې د چين د پرانيستې، شفافې او مسئولانه رويې ډېره ستاينه کړې ده. د دغه سازمان او چين د کارپوهانو د ګډې ډلې غړي ډاکټر پيتير داسزاک خبري رسنيو ته وويل، چې له چين نه بهر ځينو کارپوهانو د خپلو غوښتنو له مخې د هغو ځايونو لېست وړاندې کړ، چې له مخې يې بايد د ويروس د سرچينې څېړنې پکې وشي، چين ورته په ورين تندي ښه راغلاست ووايه او چيني پوهانو له دوی سره يو ځای له دغو ځايونو څخه ليدنه  وکړه.

د دغې ډلې يو بل غړي او د استراليا د سيډني پوهنتون پروفيسر دومينيک دوير په وروستيو ورځو کې خبري رسنيو ته ويلي، چې د وو هان ښار اړوندو خواوو د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو له ډلې سره  پرانيستې او ښې همکارۍ کړې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان د بيړنيو چارو اجرائيوې منشي ميشيل ريان څه موده مخکې په اخطار سره وويل، چې د کوويد-۱۹ ويروس د سرچينې لټولو چارو سياسي کېدل به د روغتيا نړيوال سازمان کارونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، په ناعادلانه چاپيريال کې چارې ترسره کول، د ويروس سرچينه نه شي پيدا کولی.

 د روغتيا ۷۴مه نړيواله غونډه چې تازه پای ته رسيدلې، ګډونوالو يې د کرونا وبا ضد په مبارزې کې د چين د خدمتونو ستاينه وکړه. له دې څخه څرګنديږي، چې پر چين د تور لګونې په پلمه د امريکا کړنې د خلکو ملاتړ نه شي تر لاسه کولی. د ويروس سرچينې لټول علمي مسئله، دا پر يو بل د نيوکو لوبه او د خپلو شخصي غوښتنو او ګټو د موندلو لپاره د امريکا د ځينو سياستوالو وسله نه ده.