شي جين پينګ او ماشومان
CRI2021-06-03 09:32:43
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د هېواد د ماشومانو او هلکانو د ودې او پرمختګ چارو ته ډېره پاملرنه لري. نوموړي ډېر ځلې له ماشومانو سره د ليدنې او خبرو پر مهال دوی ته خپلې نيکي هيلې څرګندې کړي او له دوی سره يې د خپل ماشومتوب کيسې شريکې کړې دي.

شي جين پينګ په يوې انقلابي کورنۍ کې زيږيدلی او په ماشومتوب کې يې ساده ژوند کاوه. نوموړي د CCTV له خبريال سره په مرکه کې د خپل ماشومتوب د ساده ژوند د يادولو په ترڅ کې وويل، چې په هغه وخت کې يې د خپلو مشرو خويندو زاړې جامې اغوستې.

شي جين پينګ د ۲۰۱۴کال د مۍ په ۳۰مه نېټه د بېجينګ د های ديان ناحيې په مين ځو لومړني مکتب کې له زده کوونکو سره د خبرو په حال کې دی.

شي جين پينګ د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر په ۹مه نېټه له (( با يي مکتب )) څخه د ليدنې په حال کې دی. نوموړی له هدغه لومړني مکتب څخه فارغ شوی دی.

شي جين پينګ د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د بېجينګ د وو که سونګ په سټيديوم کې د هاکي له لوبغاړو سره په خبرو کې د خپل ماشومتوب د يخمالک کيسه وويله.