شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د خلکو دوستۍ فورم ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CRI2021-06-03 16:59:45
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په درېيمه نېټه د شانګهای همکارۍ سازمان د خلکو دوستۍ فورم ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

نوموړي په خپل پيغام کې ليکلي، چې د تېر کال په نومبر کې يې د شانګهای همکارۍ سازمان د خلکو دوستۍ فورم د جوړولو پېشنهاد کړی او د دغه سازمان غړو هېوادونو له دغه پېشنهاد څخه ملاتړ څرګند کړی دی. باور لرم چې دغه فورم به د برخوالو خواوو ترمنځ د متقابل تفاهم او خپلمنځي دوستۍ او همکاريو د پياوړتيا لپاره زمينې برابرې کړي.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې له اړوندو خواوو څخه هيله ښودلې، چې د ملکي تګ راتګ وړتياوې وکاروي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تګ راتګ لارې پراخې کړي او د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.