د چين سوداګرۍ وزارت: د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د چين او امريکا ترمنځ د نظريو عادي تبادلې اعاده شوي
CRI2021-06-03 17:10:11
شريکول:

د چين مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا ترمنځ د هراړخيزو اقتصادي خبرو اترو چيني مسئول ليو هه په دې وروستيو ورځو کې په جلا جلا توګه په انلاين ډول د امريکا د سوداګرۍ له استازې کسرين تای او ماليې وزيرې جينيټ ايلين سره ويډيويي تلېفوني خبرې اترې وکړې. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د جون په درېيمه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين او امريکا د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې خپلمنځي عادي تګ راتګ پيل کړي او د مشخصو ستونزو د ليري کولو لپاره به ګډې هڅې وکړي.

ګاو فنګ وويل، دواړو خواوو په يادو تلېفوني خبرو اترو کې د مساواتو او متقابل درناوي پر بنسټ د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزو اړيکو، عمومي وضعيت او کورنيو تګلارو په اړه د نظريو تبادلې وکړې. دواړې خواوې د نظريو يووالي ته رسيدلي، د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د چين او امريکا ترمنځ د نظريو عادي تبادلې اعاده شوي او خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د دواړو خواوو لپاره ډېرې مهمې دي.