د چين په کوبوچي صحرا کې ځنګلونه
CRI2021-06-04 11:57:15
شريکول:

تاسو په دغې ويډيو کې د چين اومه لويه صحرا (کوبوچي صحرا) ليدلی شي. کوبوچي صحرا د دغه هېواد په شمال کې د داخلي مغولستان کورواکې سيمې په اردوس ښار کې ده. ځايي خلکو له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې د نيالګيو د کينولو او روزلو له لارې پراخ ځنګلونه جوړ کړی او د ۶۰۰۰ کيلومتره مربع په مساحت يې صحرايي سيمه زرغونه ورکړې ده. د دوی دغې چارې په صحرايي سيمه کې د ۲۴ ميليارډه او ۳۷۶ مليونو متره مکعب په اندازه اوبه زيرمه کړي، شاو خوا ۱۸ميليونه او ۳۰۰ زره ټنه اکسيجن يې هوا تهورکړی او د ۵۰۰ ميليارډو يوانو په ارزښت د ايکولوژيکي پيدايښت شتمني يې حوړه کړې ده.