د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د جون په څلورمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د هانکانګ د بشري حقونو په اړه ناوړه او غير مسئولانه خبرې کړي او ويلي يې دي، چې د چينايانو ترڅنګ به دريږي. د نوموړي خبرې ډېرې د خندا وړ دي.
ښاغلی بلينکن د امريکا هغه وضعيت ته پاملرنه نه کوي، چې د کرونا وبا له امله په دغه هېواد کې تر ۶۰۰ زرو زیات کسان مړه شوي دي.
کله چې چين په ۱۹۹۷کال کې د هانکانګ حاکميت بېرته اخيستی، له هغه وخت راهيسې يې د هانکانګ د بنسټيز قانون، د ملي امنيت ساتونکي قانون او د ځايي ټاکنو د ميکانيزم د بشپړتيا په شمول د ځينو تدبيرونو له لارې د ځايي ښاريانو حقونه ساتلي او د دوی ازادي يې پوره تامين کړې ده، خو ښاغلي بلينکن پر دغه روښانه حقيقت خپلې سترګې پټې کړې دي.
نوموړی بيا بيا د بشري حقونو او ډيموکراسۍ په پلمه د هانکانګ په داخلي چارو او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي.
د ځينو امريکايي سياستوالو هغه بده څېره څرګنده شوې ده چې دوی د خپل هيواد دننه هم خپلې شخصي ګټې لټوي او ښه مثال يې دا دی، چې د کرونا وبا پر وړاندې يې خپلې سياسي ګټې د خلکو له ژوند لوړې بللې دي. د روان کال د فبرورۍ تر دويمې نيمايي پورې په دغه هېواد کې د کرونا وبا له امله د مړه شوو کسانو شمېر د هغو امريکايانو تر عمومي شمېر هم زيات دی، چې په لومړۍ او دويمې نړيوالې جګړې او د ويتنام په جګړه کې مړه شوي دي. د امريکا د ساري ناروغيو کارپوه او د دغه هېواد ناروغيو د کنټرول او مخنيوي مرکز پخواني مسئول ويليام فوګ په خپل هېواد کې د کرونا وبا له امله د مړو دغه لوی شمېر عامه وژنه بللې ده.
بر سيره پر دې، په امريکا کې له تېر څه باندې يو کال راهيسې، د کرونا وبا له امله د نژادي تبعيض او د شتمنو او بېوزلو ترمنځ د لوی اختلاف په شمول ټولنيزې ستونزې راولاړې شوي او د لا سختېدو په حال کې دی. رسمي شمېرنه ښيي، چې په دغه هېواد کې پر کرونا اخته کسانو او د دې وبا له امله مړه شوو کسانو کې افريقايي الاصله امريکايان تر سپين پوستي امريکايانو ډېر زيات دي. د سپين پوستي پوليسو له لوري د تور پوستي فلويډ د وژلو پېښې وروسته په دغه هېواد کې د توکم پالنې ضد ډېرې مظاهرې شوي او د دغو مظاهرو په بهير کې تاوتريخوالی هم زيات شوی دی. برسيره پردې،په دغه هېواد کې د بېوزلو خلکو ستونزې هم مخ په زياتېدو دي. د چيکاګو پوهنتون د سروې له مخې، د روان کال په مارچ مياشتې کې په دغه هېواد کې د بې وزلۍ کچه ٪11.7 شودل شوې او دغه شمېر د کرونا وبا له رامنځته کېدو وروسته ډېره لوړه شوې ده.
له بدغه مرغه امريکايي سياستوال خپله توجه د خپلو خلکو ستونزو ته نه، بلکې د چين د هانکانګ اوسېدونکو ته ور کوي او دا ثابته کړې، چې دوی د بشري حقونو ساتل نه، بلکې پر نورو هېوادونو تسلط او باداري غواړي. د بشري حقونو او ډيموکراسۍ په اړه د دوی د خبرو تر شا رياکانه څېره او شوم نيت ښکاري.
د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او امريکايي سياستوال د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د مداخلې حق بيخي نه لري. ښاغلی بلينکن دې مهرباني وکړي، چې له خپلو امريکايانو سره ودريږي او د دوی ژوند او روغتيا ته دې لومړيتوب او پاملرنه وکړي.